پر فیسبوک نظر برتانوۍ مېرمن دوه کاله زنداني کړه

  • 8 اپریل 2019 - 19 وری 1398
شهراویش د انځور حقوق LALEH SHAHRAVESH
Image caption ۵۵ کلنه لاله شهراوېش له لندن نه دبۍ ته تله چې هلته هوايي ډګر ته په رسېدو نیول شوې ده.

په دوبۍ کې یوه برتانوۍ مېرمن د خپل پخواني مېړه نوې ښځې ته د فیسبوک له لارې د سپکاوي په تور په دوه کال بند محکومه شوې ده.

فعالانو ویلي، نوموړې پر فیسبوک د خپل پخواني مېړه نوې ښځې ته د 'اسپه' کلیمه کارولی و.

۵۵ کلنه لاله شهراوېش له لندن نه دوبۍ ته تله چې هلته هوايي ډګر ته په رسېدو نیول شوې ده.

نوموړې دوبۍ ته د خپل پخواني مېړه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره ورتله.

اغلې شهراویش پر ۲۰۱۶ کال په فیسبوک کې د خپل پخواني مېړه او نوې ښځې تر عکسونو لاندې دوه کمنټونه یا نظرونه لیکلي وو چې سپکاوی بلل شوی او په همدې تور بندي شوې ده.

هغې په کمنټ کې په فارسي ژبه لیکلي و: 'تر ځمکې لاندې شې کمعقله، د همدې اسپې لپاره دې زه پرېښودم؟'

د برتانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوه ماشوم دغې مور سره مرسته کوي.

اغلې شهراویش ۱۸ کاله له خپله مېړه سره ژوند وکړ چې شاوخوا ۸ میاشتې دوبۍ کې وو.

د نړۍ تر ټولو شتمنې ښځې څوک دي؟

پښتونخوا کې د ۱۹ طلايي مډالونو ګټونکې پېغله

شاه رخ خان د خپلې لور او زوی په هکله څه وايي؟

برتانیا ته د ستنېدو پر وخت یې مېړه دوبۍ کې پاتې شو او له دې سره دواړه له یو بل جلا شول.

وروسته هغه وپوهېده چې مېړه یې له بلې ښځې سره واده کړی دی او د هغوی انځورونه یې فیسبوک کې ولیدل.

د متحده عربي اماراتو سایبري قانون له مخې، که څوک خواله رسنۍ د چا د بدنامولو لپاره وکاروي، زنداني کېدای شي.

د دوبۍ چارواکي وايي، کیدای شي اغلې شهراویش دوه کاله بندي او ۵۰ زره پونډه نغدي جریمه شي.

ویل کیږي د شهراویش د جلاشوي مېړه نوې ښځې د هغې له فیسبوکي نظرونو پولیسو ته شکایت کړی و.

اغلې شهراویش له خپلې کوچنۍ لور سره د مارچ په لسمه دوبۍ ته تللې وه چې د زړه د حملې له امله مړه شوي پخواني مېړه جنازه کې ګډون وکړي.

نوموړې هغه مهال نیول شوې چې ۱۴ کلنه لور یې هم ور سره وه، خو وروسته یې لور خوشې او یوازې برتانیا ته ستنه شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د متحده عربي اماراتو سایبري قانون له مخې، که څوک خواله رسنۍ د چا د بدنامولو لپاره وکاروي، زنداني کېدای شي.

دوبۍ کې د زندانیانو عدالت غوښتنې بنسټ مشرې رضا سټېرلنګ بي بي سي ته ویلي، دوی او د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت دواړو له شکایت کوونکې غوښتي چې په دې تړاو خپل شکایت بېرته واخلي، خو وايي هغې له دې کار ډډه کړې.

هغې ویلي: "دا پرېکړه ډېره عقده يي ښکاري."

نوموړې ویلي، که څه هم اغلې شهراویش په ضمانت خوشې شوې خو پاسپورټ یې ساتل شوی اوس هغه په یوه هوټل کې اوسي.

د دې په خبره اغلې شهراویش په 'بشپړ ډول ګیچ' شوې او اوږد وخت کې بېرته عادي حالت ته ستنه شي.

هغه وايي، د نوموړې لور هم 'ډېره خپه' وه.

'هغه یوازې غواړي بېرته له خپلې مور سره یوځای شي.'

اغلې سټېرلنګ وايي، د هغې کوچنۍ لور اوس د خپلې مور د ازادولو لپاره قضیه پرانیستې.

" ښايي هېڅوک هم د دوبۍ د سایبري قانون نه بشپړ خبر نه وي، بهرنیو چارو وزارت هم نه دی توانیدلی چې سیلانیانو ته په دې اړه معلومات ور کړي."

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د اغلې شهراویش په تړاو د دوبۍ له چارواکو سره په اړیکه کې دي.