وروستیو سیلابونو ایران څومره تاواني کړ؟

پل د انځور حقوق iSNA

په داسې حال چې د امریکا بندیزونو ایران له اقتصادي کړکېچ سره مخ کړی، سیلاب هم د دغه هیواد پر دولت نااټکلی لګښت واچاوه.

د سېلاب د مالي زیان ټولو ادارې د وري میاشتې تر( ۱۸مې) نیټې د تاوان کچه ۱۵ زره میلیارده تومن اعلان کړې ده.

د ایران اقتصاد ته د دې تاوان پر ستروالي پوهېدو لپاره ویلی شو چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لاندې شمېرو سره برابر دی.

  • د دغه هیواد د روغتیایي بودیجې نیمه برخه
  • ۱۴ سلنه د ایران د تیلو عاید (مخکې له بندېره)
  • ۵ سلنه د حکومت عمومي بودیجه
  • شاخوا د تهران د ښاروالۍ له بودیجې سره برابر

دغه رقم ښايي په راتلونکو میاشتو کې خوزستان کې د کړکېچن حالت او د اورښت د دوام او راتلونکو میاشتو کې د تاوان د کره اټکل له کبله ډېر شي، او د ایران د حکومت پر محدودو مالي سرچینو به فشار نور هم زیات شي.

کرنه: ۶۷۰۰ میلیارده تومن

د انځور حقوق Mehrnews
Image caption د لرستان یو سړک چې وران شوی دی.

د ایران د کرنې او مالدارۍ وزارت د پرګرام جوړولو مرستیال عبدالمهدي بخشنده وايي، د کرنې برخې ته ۶۷۰۰ میلیارده تومن تاوان اوښتی.

دغه تاوانونه په ۱۹ سیلاب ځپلو سیمو کې اوښتي، خو لوړ کچه یې بیا څلورو سیمو څلورو ولایتونو؛ خوزستان، ګلستان، مازندران او لرستان کې ده.

پر کرنیزه ځمکه سربېره لسګونه زرګونه مالونه او مرغان هم له منځه تللي، چې په راتلونکو میاشتو کې به د غوښې پر بازار اغېز ولري، له دې وړاندې هم پر ایران د بندیرونو له امله ایرانیان د ګرانۍ او د غوښې له کموالي سره مخ دي.

د ترانسپورت برخه: ۱۶۰۰ تر ۲۰۰۰ میلیارده تومن

دغه اټکل د ټرانسپورټ ادارې اعلان کړی، په دې وروستیو اونیو کې د سیلاب له امله ۴۰۰ پلونه خراب شوي او پنځه زره نور پلونه زیانمن شوي. همدارنګه ۱۱ زره کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي، خو لا هم سړک ته رسېدلی تاوان کره معلومات نه دي ټول شوي.

مخابرات: ۱۵۰۰ میلیارده تومن

د انځور حقوق Getty Images

د ایران د مخابراتو وزارت ویاند دغه شمېر اعلان کړی. تر ټولو ډېر تاوان د پلدختر او د لرستان شاخوا سیمو کې اوښتی. په دغه سیمو کې د ټیلیفون ټوله شبکه له منځه تللې ده.

کلیوالي کورنه: ۸۴۰ میلیارډه تومن( د بي بي سي اټکل)

د ښار جوړونې او سړکونو وزارت وايي، چې د وري تر (۱۸مې) پورې ۱۵۱ زره کورونه زیانمن شوي او له دغې ډلې ۵۴ زره کورونه بشپړ ویجاړ شوي. دغه وزارت د مالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

خو د تخریب شویو کورنو څېښتنانو سره د ۱۵ میلیون تومن وړیا مرستو له مخې دا تاوان ۸۴۰ میلیارد تومن کېږي او که کره شمېر مالوم شي، ممکن تاوان لا ډېر شي.

اړونده مطالب