سوډانۍ مېرمن: د دین په نوم یې وسوځولو

سوډان د انځور حقوق LANA H. HAROUN TWITTER.COM/LANA_HAGO

د الا صلاح هغه عکس چې پکې یې ګوته اسمان ته نیولې، د موټر په چت ولاړه وه او متعرضانو ته یې شعار ور کاوه څو ګړیو کې له خرطوم د نړۍ تر ګوټ ګوټ ورسېد او په نړیواله څېره بدله شوه.

له ۲۴ ګړیو کم وخت کې د نړۍ سترې رسنۍ له هغې سره د اړیکې هڅه کې وې.

په تېره هغه ویډیو چې خپله هم شعار ور کوي او شاوخوا خلک هم شعار ور کوي: انقلاب، د اعتراض فضا، داسې نه چې اټکل دی، تاوتریخجن او مردانه دی، بلکې هیله ده، او د ارمان شور او ځواني ده.

تېرو څو میاشتو کې د عمر البشیر د دوو لسیزو واکمنۍ ضد مظاهرو کې د ښځو د ګډون ځینې رپوټونه خپاره شوي، خو دا لومړی ځل دی چې داسې عکس او ویډیو په نړیوالو رسنیو کې خپرېږي.

مېرمن صلاح له هغو زرګونو ښځو ده چې د ۲۰۱۸ کال له ډیسمبر راهیسې د سونتوکو او ډوډۍ د ګرانېدو له امله مظاهرو کې ګډون کوي.

ویل کېږي د مظاهرو له دریو دوه برخې ښځې دي چې د ژمي له منځ یې دا مظاهرې پیل کړې دي.

الا صلاح له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې وايي، د انقلاب مشرتابه کې د ښځو رول اوسنی نه دی، بلکې ډېرو ملکو هم پر سوډان واکمني کړې ده.

مېرمن صلاح اوس مظاهره چیانو کې په کنداکه مشهوره شوې چې پخوا سوډان کې ملکې ته ویل کېدل.

نوموړې په دودیزو جامو کې لیدل کېږي، چې د سوډان ښځو ته ځانګړی کلتوري ارزښت لري.

خو سوډان کې د ښځو لپاره سخت لباس دی او هر کال له ۴۰ تر ۵۰ زرو ښځې په دې دلیل نیول کېږي چې مناسب لباس یې نه دی اغوستی، ځکه د الا صلاح دا لباس هم په شهرت کې بې اغېزې نه دی.

بازفید ۲۲ کلنه ده، خرطوم پوهنتون کې زدکړې کوي او یوه ویډیو کې وايي: موږ یې د دین په نوم وسوځولو، د دین په نوم یې ووژلو، د دین په نوم یې بندي کړو... دین وايي، تېر شه، نه وايي چې توره په لاس کړه، وايي مقابل کې ودرېږه او له چارواکو سره مقابله وکړه.

سوډان کې څه روان دي؟

سوډان لږ پخوا افریقا کې تر ټولو ستر هېواد و. له خپلواکۍ راهیسې تر کودتا پرته یې د واک لېږد نه درلود او د شمال او سوېل د خلکو ترمنځ په قومي، مذهبي جګړه کې ښکېل و.

بالاخره د شمال مسلمان او عرب وګړي- چې له مصر سره ژور کلتوري اړیکي لري- د سوېل له نیلي ژبو عیسویانو بېل شول او سوېلي سوډان له څلورو درې برخې کمې تېلي زېرمې هم د دوی له واک وباسلې.

سره له دې چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې او هغه مهال چې د سوېلي او جنوبي سوډان سولې سره ۲۰۱۱ کال کې بېلتون وشو د سوډان مرکزي حکومت له یو وسلوال پاڅون سره په ډارفور کې مخ شو.

ډارفور کې ناعرب لږکیو د عرب حکومت پرضد وسله پورته کړه، خو یوې عرب وسلوالې ډلې د دوی مقابل کې وسلې ته لاس کړ، زرګونه کسان پکې ووژل شول.

د سوډان مشران په توکم وژنه تورن شول ان لومړی ځل و چې عمر البشیر نړۍ کې د لومړني واکمن په توګه د نړیوالې محکمې له خوا محکوم او نړیوال جلب ورته صادر شو.

پر کورنۍ جګړه سربېره له تېلي سرچینو د کم عاید او نړیوالو بندیزونو له امله دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت کال په کال بدترېږي.

د انځور حقوق Huw Evans picture agency
Image caption ډارفور کې عرب وسلوال سوځېدلي کلي کې پر ۲۰۰۴ کال

د دغه اوږد کړکېچ له امله د ۲۰۱۸ کال ډیسمبر کې د ډوډۍ او سونتوکو ګرانېدلو سره دا مظاهرې پیل شوې او خلک د عمر البشیر ګوښه کېدل غواړي.

دغه مظاهرې د الا صلاح د ویډیو په څېر رومانتیکه او سوله ییزه فضا نه لري، حکومت وايي تر اوسه یې ۳۸ مظاهره چیان وژلي، خو د انساني حقونو ډلې دا مرګ ژوبله ډېره بولي.

سره له دې چې امریکا، برتانیا او ناروې له خرطوم غواړي له معترضانو سره نرم اوسي، خو الجزایر کې د عبدالعزیز بوتفلیقه له استعفا وروسته لاریونوالو لا ډېره انرژي اخیستې او د عمر البشیر له ګوښه کېدو پر بل څه نه راضي کېږي.

دا احتمال هم شته چې پولیس او پوځ د مظاهره چیانو د ځپلو مقابل کې مقاومت وښيي، نو عجیبه نه ښکاري چې د سوډان د واکمن برخلیک هم د خپلو شمالی ګاونډیانو په څېر د پوځیانو په نظر او ملاتړ پورې وتړل شي او د دوی ملاتړ یا نه ملاتړ وروستۍ پایله وټاکي.