کندوز کې جګړه؛ "لس کسان وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي"

د انځور حقوق Getty Images

کندوز کې ځايي چارواکي مني چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په چاردره ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید کړی دی.

ویل کېږي برید د ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د شپې دوه بجې له مختلفو لورو پیل شوی دی.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الله رحماني له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د وسلوالو برید په شا تمبول شوی دی:

"کومکي ځواکونه هلته استول شوي، اوس وضعیت ارام دی او د طالبانو برید په شا تمبل شوی دی".

نوموړی په دې پېښه کې افغان ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.

خو د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعیم منګل وايي، له دې پېښې د لسو کسانو مړي او ۲۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

نوموړی وايي، په دې نه پوهېږي چې دې مړو او ټپیانو کې حکومتي سرتېري او ولسي وګړي څومره دي.

له بلې خوا د کندوز د ولایتي شورا غړی صفی الله امیري وايي، چې دې پېښه ټوله مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو یوه اعلامیه کې ویلي، چې دې برید کې افغان سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده او همدارنګه یې وسلې او مهمات هم ولجه کړي دي.