د هند په ټاکنو څومره پوهېږئ؟

Image caption د هند ټاکنې ۷ پړاوونو کې ترسره کېږي چې ۳۹ ورځې وخت به ونیسي.

هند کې د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په یوولسمه د ټولټاکنو لومړی پړاو پیل شو چې د دغه هېواد د لومړي وزیر نرېندر مودي لپاره د ټولپوښتنې په مانا هم بلل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو پیلېدو سره د رایې ور کولو له وخت ګړۍ مخکې خلک په اسام کې مرکزونو ته تللي او لین کې ولاړ وو.

خو اندراپردېش کې د ټاکنو یوه مرکز کې د تاوتریخوالي خبره شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

لسګونه میلیونه هندیان په شلو ایالتونو او متحده سیمو کې په ۹۱ ټاکنیزو حوزو کې رایه ور کوي.

د هند ټاکنې اوه پړاوونه لري چې د اپرېل په ۱۱، ۱۸، ۲۳، ۲۹ او د مۍ په ۶، ۱۲، ۱۹ کېږي.

دې ټاکنو کې د پارلمان لپاره ۵۴۳ نوي غړي ټاکل کېږي او که کوم ګوند یوازې یا له ملګرو سره ۲۷۲ څوکۍ پوره کړي، حکومت جوړولی شي.

د رایې لس لکه مرکزونه د دې کار لپاره پرانیستل شوي او د ټاکنو شمېر د مۍ په ۲۳ پیلېږي.

د ۹۰۰ میلیون قانوني رایه ور کوونکو سره دا ټاکنې نړۍ کې تر ټولو ستر ټاکنیز بهیر دی چې تراوسه لیدل کېږي.

دا ټاکنې په دې بې سارې بلل کېږي چې پر ۲۰۱۴ کال د نرېندر مودي په مشرۍ بي جي پي ملتپال ګوند په تاریخي ډول وګټلې، خو اوس د اپوزیسیون د ستر ګوند یا کانګرېس مشر راهول ګاندي وايي، چې مودي خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

نیوکګر هم وايي چې د اقتصادي ودې او کار موندلو برخه کې د نوموړي ژمنې د هیلو سره سم پوره نه شوې او د ده په مشرۍ د هند ټولنه له مذهبي اړخه ډېره سره ووېشل شوه.

ټاکنې څنګه کېږي؟

Image caption نرېندر مودي هڅه کوي څلور کاله بیا پر هند واک وچلوي.

تر نه سوه میلیون کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو پورته دي په هند کې د رایې ور کولو حق لري.

تېرو ټاکنو کې ۶۶ سلنه خلکو رایه ور کړې وه.

د هند لومړنۍ تاریخي ټاکنې په ۱۹۵۱-۵۲ کې وې چې درې میاشتو کې بشپړې شوې.

په ۱۹۶۲ او ۱۹۸۹ کلونو کې هم ټاکنې له څلورو تر لسو ورځو بشپړې شوې.

د ۱۹۸۰ کال د څلورو ورځو ټاکنې د دغه هېواد تاریخ کې خورا لنډې ټاکنې بلل کېږي.

مهمې مسلې

داسې ښکاري چې د نرېندر مودي په مشرۍ هند د نړۍ د شپږم ستر اقتصادي ځواک په توګه اقتصادي وده یو څه کمه شوې.

که څه هم کلنی ناخالص ملي تولید نږدې اوه سلنه دی، خو بې کاري لا هم لویه ستونزه ده.

د مودي حکومت د دندو د کره معلوماتو پر پټولو تورنېږي او لیګ شوی رپوټ ښيي چې بې کاري په دغه هېواد کې تر ۱۹۷۰ کلونو هم ډېره شوې ده.

د کروندې عاید کم شوی او د کرنیزو توکو بیې هم ټیټې شوې دي، چې له امله یې کرونګر سرګردان دي.

خو اوسني کمپاین کې بي جي پي د کرونګرو لپاره د خیر ښېګڼې د پلانونو او کانګرېس تر ډېره د هېواد د ۵۰ میلیونه خورا غریبو کورنیو لپاره د پلانونو ژمنه کړې ده.

هند واکي کشمیر کې تر ځانمرګي برید وروسته د ټاکنو لپاره ملي امنیت هم مهمه مسله ده، چې په مقابل کې یې هند د پښتونخوا بالاکوټ کې د هوايي برید خبره وکړه.

له هغه وروسته بي جي پي یا واکمن ګوند ملي امنیت مسله د خپل کمپاین مهم ټکی وګرځاوه.

اړونده مطالب