د ویکي لیکس بنسټګر جولین اسانج ونیول شو

Julian Assange د انځور حقوق Reuters
Image caption جولین اسانج لندن کې د اېکواډور سفارت کې پناه اخیستې وه

د ویکي لیکس په نامه د حکومت مالوماتو د افشا کوونکې وېبپاڼې شریک بنسټګر جولین اسانج په لندن کې د اېکواډور په سفارت کې تر اووه کلنې نظر بندۍ وروسته نن پنجشنبه د پولیسو لخوا ونیول شو. پر نوموړي د جنسي ځورونوې تورونه دي، او ټاکل شوې وه چې اووه کاله وړاندې ونیول شي او سویډن ته واستول شي.

خو نوموړي په ۲۰۱۲ کال کې سویډن ته د استول کېدو له وېرې په لندن کې د اېکواډور په سفارت کې پناه واخیسته.

اېکواډور هغه مهال ښاغلي اسانج ته په خپل سفارت کې سیاسي پناه ورکړه، او د هغه د ور سپارلو په اړه یې د برتانیا د حکومت غوښتنه ونه منله.

خو د اېکواډور ولسمشر لېنن مورېنو ویلي، جولین اسانج بیا بیا نړیوال کنوانسیونونه تر پښو لاندې کړي، او له همدې کبله د هغه سیاسي پناه ختمه شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جولین اسانج به وخت نا وخت د سفارت له یوې کړکۍ رسنیو سره خبرې کولې

د برتانیا پولیس وایي، ښاغلی اسانج یې له دې کبله نیولی دی چې کلونه وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو په تړاو محکمې ته نه و حاضر شوی.

د امریکا حکومت هم غواړي چې جولین اسانج ور وسپارل شي، ځکه پر ده تور دی چې محرم حکومتي اسناد یې افشا کړې دي. خو د نوموړي مدافع وکیله جېنفر رابېنسن وایي، امریکا ته د ښاغلي اسانج سپارل به یوه خطرناکه چاره وي.

ویکي لیکس شبکې هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د اېکواډور لخوا د ښاغلي اسانج سیاسي پناه ختمول ناقانونه کړنه ده او له نړیواله قانونه سرغړونه ده.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې جولین اسانج نیول شوی او په برتانیا کې به ورسره قانوني چلند کېږي.

نوموړي د اېکواډور د حکومت مننه کړې چې په دې برخه کې یې همکاري وکړه، او ټینګار یې کړی چې هېڅوک هم تر قانون پورته نه دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ په لر او بر کې ګڼ شمېر کسانو تېرو ۷ کلونو کې د جولین اسانج د ازادۍ غوښته کړې

۴۷ کلن جولین اسانج نه غوښتل چې په لندن کې د اېکواډور له سفارته ووځي، او وېره یې درلوده چې تر نیول کېدو وروسته به امریکا ته وسپارل شي.

ویکي لیکس شبکه څو کاله وړاندې وروسته له هغه مشهوره شوه چې د امریکا په ګډون د ګڼو هېوادونو او حکومتونو په اړه یې په لویه کچه محرم مالومات افشا کړل.

دا وېبپاڼه په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوې او ځان دې یوې خیریه ټولنې په توګه معرفي کوي.

په دې دوسیو کې په افغانستان او عراق کې د امریکا د جنګي جرمونو په تړاو هم ګڼ مالومات موجود وو.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا ښاغلی اسانج به سویډڼ، امریکا یا کوم بل هېواد ته سپارل کېږي.

ورته مطالب