د ژوند مبارزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ژوند مبارزه

سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پرځېدو سره لس ګونه زره ښځې او ماشومان د دغه هېواد شمال کې د جبري استوګنې يو پنډغالي کې بند پاتې دي. زرګونه بهرنيان چې د اروپايي هېوادونو نجونې او ماشومان هم په کې دي، دې بندځي کې ساتل کېږي. د الهول په نامه دغه پنډغالی يوازې دريو مياشتو کې له يولس زرو، تر۷۵ زرو پورې وګړو په ځايولو وپړسېد. دا د داعاشیانو له کورنيو ډک يو وړوکی ښار بلل کېږي، چې د داعش نه پښېماندوکي پلويان هم په کې دي. لسګونه ماشومان دې پنډغالي کې مړه شوي دي. ډېر د اسلامي دولت نومې ډلې له ورستي مورچل باغوزه دې ځای ته ورغلی دي. د حقونو پلوۍ ډلې وايي دا يو بشري کړکېچ دی.