د عمرالبشیر ضد د کودتا قومندان هم استعفاء وکړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سودان کې نور تازه بدلونونه

په سودان کې د ولسمشر عمرالبشیر د لیرې کېدو په پلوۍ دفاع وزیر او د پوځي شورا مشر عوض بن عوف هم د کودتا له مشرۍ یوه ورځ‌ وروسته استعفا کړې ده.‌ کودتاچیانو پر واټونو خپل کودتا ته دوام ورکړی او د لنډمهالي حکومت غوښتنه کوي.

د انتقالي پوځي شورا مشر عوض بن عوف پر حکومتي تلوېزیون وینا کې وویل، پر خپل مقام یې عبدالفتاح البرهان د دغې شورا نوی مشر ټاکلی.‌

په ورته وخت کې سلګونه زره سودانیانو د بن عوف له استعفا وروسته د خوشحالۍ جشن کړی.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption ‌احمد عوض بن عوف چې مخکې د سودان دارفور کې د امنیتي ځواکونو قومندان و، چې په دې سیمه کې خونړي بریدونه وشول.‌

که څه هم سودان په دې کړکېچن وخت کې ګرځبندیز لګولی،‌ خو د پلازمېنې خرطوم واټونو ته زرګونه کسان راوتلي دي.

د جمعې په ورځ څه پې‍ښ شول؟

که څه هم عمرالبشیر د تېرې پنجشنبې په ورځ‌ (اپریل ۱۱مه) د پوځ‌ له خوا له له خپل مقامه لیرې او ونیول شو، خو لاریونیانو خرطوم کې د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ مخې ته خپل لاریون ته دوام ورکړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سودان مظاهرو ګډونواله چې د ملکې په نامه هم یاده شوه

دوی غواړي چې ملکي ادارې دې انتقالي ادارې ته وسپارلې شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د انتقالي پوځي شورا مشر عوض بن عوف پر حکومتي تلوېزیون وینا کې وویل، پر خپل مقام یې عبدالفتاح البرهان د دغې شورا نوی مشر ټاکلی.‌

د جمعې په ورځ د پوځ مشر وویل،‌ پوځ واک ته رسېدل نه غواړي او د سودان راتلونکی به د لاریونیانو په لاس جوړېږي، خو وايي "پوځ به د سیستم او نظام ساتلو ته دوام ورکړي او د هر راز ګډوډۍ مخه به نیسي."

پوځي شورا وايي، عمر البشیر به د جرمونو نړیوالې محکمې ته د هغو تورونو له کبله ونه سپاري چې پر هغه لګول شوي او دی یې ردوي.

پوځي شورا څلور میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی او د اساسي قانون عملي کول یې ځنډولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption لاریونیان انتقالي ادارې ته د ملکي ادارې سپارل غواړي

‌احمد عوض بن عوف چې مخکې د سودان دارفور کې د امنیتي ځواکونو قومندان و، چې په دې سیمه کې خونړي بریدونه وشول.‌

په سودان کې له تېرې ډیسمبر میاشتې راهیسې د بیو لوړوالي پرضد اعتراضونه پیل شوي، چې وروسته یې لمن پراخه شوه او ان ولسمشر یې له واکه لیرې کېدو ته اړ کړ.‌

ورته مطالب