زلمی خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

زلمی د انځور حقوق Getty Images
Image caption په یوه بل ټویټ کې زلمي خلیلزاد لیکلي، طالبانو په دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ټول افغانان باید د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان وغندي.

نوموړی لیکي، امریکا د حکومت په استازیتوب د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان غندي او پر پاکستان او قطر یې غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو دا اعلان وغندي.

ښاغلی خلیلزاد وايي، په داسې حال کې چې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دا اعلان ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي. نوموړی زیاتوي، ډېر طالب جنګیالي د دوی د ځینو مشرانو په ګډون د دې اعلان مخالفت کوي.

په یوه بل ټویټ کې زلمي خلیلزاد لیکلي، طالبانو په دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوي. نوموړی وايي د طالبانو دا اعلان بې مانا او بې مسؤولیته ګام دی.

هغه زیاتوي چې دا بریدونه به نوره مرګ ژوبله رامنځ ته کړي او د سولې هلې ځلې به له ستونزو سره مخ کړي.

نړیوالې جنايي محکمې افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې غوښتنه رد کړه

سره صلیب افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

کندوز کې جګړه؛ "لس کسان وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي"

بلخوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو پسرلني عملیاتو د پیل په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت دا د طالبانو 'د نامشروع جګړې د دوام نښه بولي او په سختو ټکو یې غندي'.

په خبر پاڼه کې ویل شوي:

"د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانیږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده."

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ښاغلي خلیلزاد د دغو څرګندونو غندلو تر څنګ ویلي، د سولې خبرو روان بهیر ته ژمن دي، خو اعلامیه کې ویل شوي، چې د بهرنیو او افغان ځواکونو ''روانو عملیاتو ته لاس تر زنې نه شو کېناستلای. ' '

د افغان حکومت په خبرپاڼه کې یو ځل بیا له طالب مشرانو غوښتنه شوې چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره دې د سولې مذاکراتو لپاره حاضر شي.

سرچینې لیکلي:

"د طالبانو دغه ادعا چې د جګړې اعلان یې د افغانستان حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، هم ناسمه ده. د افغانستان حکومت نه یواځې دا چې د جګړې د پیلولو اعلان یې نه دی کړی، بلکې هغه خنډونه یي چې د سولې پر وړاندې وو له منځه وړي او د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه بولي."

په یوه ورځ ۹۳ بریدونه

طالبانو تر اوسه د ښاغلي خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې طالبانو د 'الفتح' پسرلني عملیاتو په لومړۍ ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا '۹۳ بریدونه' کړي دي.

د سرچینې په خبره، دغه عملیات د بګرام په هوايي ډګر باندې په برید پيل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې لپاره 'بین الافغاني' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: ''په دغو بریدونو کې له دښمن څخه ګڼ شمېر پوستې نیول شوې، لویې لارې پرې تړل شوي دي، تحرکات يې تر برید لاندې نیول شوي او په مراکزو باندې يې ګڼې ډول ډول حملې ترسره شوې دي."

دغه بریدونه داسې مهال پیل شوي چې ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مخکښو څېرو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دویمه 'بین الافغاني' غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې په قطر کې دغه غونډه د اپریل په ۲۱-۱۹ کې جوړه شي.

د سولې لپاره 'بین الافغاني' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.

ورته مطالب