د ګلونو پر کروندو د سیاست اغېز

برتانیا کې په سوداګریزه توګه د غاټولانو تر ټولو لویې کروندې مسوولین وايي، له اروپايي ټولنې د برتیا وتلو بې ثباته حالت له کبله د غاټولانو پیاز چې د تخم په توګه استعمالېږي، زېرمه کوی.

دغه کرونده کې نژدې ۳۰ میلیونه غاټولان کرل شوي دي د انځور حقوق BBC/Martin Barber
Image caption دغه کرونده کې نژدې ۳۰ میلیونه غاټولان کرل شوي دي
په کرونده کې نژدې ۱۷ ډوله غاټول کرل کېږي د انځور حقوق BBC/Martin Barber
Image caption په کرونده کې نژدې ۱۷ ډوله غاټول کرل کېږي
مارک اوېس وايي، د مور ورځې په مناسبت یې نژدې څلور میلیونه ګلدستې استولې وي
Image caption مارک اوېس وايي، د مور ورځې په مناسبت یې نژدې څلور میلیونه ګلدستې بازار ته استولې وي

د بېلمونټ نرسري په نامه د دغې کروندې مسوولینو په وینا له اروپايي ټولنې هېوادونو سره د برتانیا راتلونکو اړیکو څرنګوالي له کبله دغه اندېښنې راپورته شوې دي. د دغې سوداګریزې کروندې مدیر مارک اېواس وايي: زموږ د پېر او پلور لوی مرکز برتانیا ده، خو اروپايي هېوادونو سره هم راکړه ورکړه لرو.

د ګل پیاز ته د لا زیات قوت رسولو لپاره د غاټولانو سرونه ریبل کېږي د انځور حقوق BBC/Martin Barber
Image caption د ګل پیاز ته د لا زیات قوت رسولو لپاره د غاټولانو سرونه ریبل کېږي

دوی وايي اوسمهال یې له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو خبرو کې د پرمختګ تر مهاله د چارو روان ساتلو په موخه له هالنده غاټولان راوړي دي. دوی وايي داسې اندېښنه یې درلوده چې ښايي د بریګزیټ له کبله د برتانوي بندرونو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي، ځکه یې د زېرمه کولو چاره پیل کړه.

Field of red tulips in west Norfolk د انځور حقوق BBC/Martin Barber
Image caption دا برتانیا کې تر ټولو لویه د ګلونو داسې کرونده ده، چې د سرپټو ځایونو پر ځای بهر کرل کېږي
Aerial view of Norfolk tulip fields د انځور حقوق BBC/Martin Barber
Image caption غاټول دوه کاله وخت نیسي چې له پیازه په یوه داسې ګل بدل شي، چې پلور ته وړاندې کېږي

له هیڅ پرېکړې پرته له ټولنې د برتانیا ناڅاپي وتلو ګواښ مخنیوي لپاره اروپايي ټولنې برتانیا ته شپږ میاشتې نور وخت ورکړی دی. ښاغلی اېواس وايي، موږ له بریګزیټ سره ستونزه لرو او له دې مو هم لویه ستونزه له پارلمان غړو سره ده، چې دوی د سوداګریزو هوکړو او ګټې زیان له حسابه بې خبره دي. د نوموړي په وینا دوی د موضوع پر پيچلتیا پوهېږي، خو په وینا یې وکیلان په خپلو کې هم نه سره جوړیږي.

Tulips in Norfolk field د انځور حقوق Craig Dunbar/igersnorfolk

بېلمونټ مسوولین وايي، ۲۵ کلونو کې اوس داسې حالت ته رسېدلي چې هر کال نژدې ۲۵ میلیونه پیاز حاصلوي.

Norfolk tulip fields د انځور حقوق BBC/Martin Barber

.