په ۲۰۱۸ کې د ولادیمیر پوتین عاید څومره و؟

د انځور حقوق ALEXEI DRUZHININ/POOL/TASS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف په ۲۰۱۸ کال کې د خپلو عوایدو کچه اعلان کړې، چې د پوتین عاید کم او د میدویدیف عاید ډېر شوی دی.‌

د کرملین په وېبپاڼه کې د ولسمشر پوتین د عاید په اړه معلومات ښيي چې په تېر کال کې ۱۰ میلیون روبله کم شوی دی.‌

په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې ولسمشر شاوخوا ۸٫۵ میلیون روبله (شاوخوا ۱۳۴ زره ډالره) حقوق اخیستي او د پلورلې ځمکې له اړخه یې حاصل په یاد کال کې ۱۹ میلیون روبل (څه باندې ۲۹۰ زرو ډالرو) ته رسېدلی و.‌

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف بي بي سي ته ویلي، په ۲۰۱۷ کال د ښاغلي پوتین عاید د هغه د یو زر او پنځه سوه مربع متره ځمکې د پلورلو له کبله ډېر شوی و. ویل کېږي چې پوتین دا ځمکه په ۱۰ میلیون روبله (څه باندې ۱۵۵ زره ډالرو) پلورلې ده.‌

په ۲۰۱۸ کال، له یادې ځمکې پرته د ښاغلي پوتین د شتمنۍ نوملړ د وړم کال پرتله ډېر توپیر نه دی کړی.

ددغه نوملړ پر بنسټ، نوموړی ۷۷ مربع متره مساحت یوه اپارتمان څښتن دی او یو بل ۱۵۳ مربع متره اپارتمان هم لري.

پوتین خپل دوه روسیه جوړ موټر هم لري او ویل شوي چې نوموړی په بهر کې شتمني نه لري.

د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف په ۲۰۱۸ کال د خپل عاید کچه لوړه ښودلې ده. د تېر کال پای کې، هغه ۱۰ میلیون روبله (څه باندې ۱۵۵ زره ډالر) ترلاسه کړي. د وړم ۲۰۱۷ کال پرتله هغه اعلان کړی و چې عاید یې څه باندې ۸٫۵ میلیون روبله (څه باندې ۱۳۳ زره ډالره) دی.‌

د خپرو شویو خبرپاڼو پر بنسټ، د هغه د مېرمنې اسوتلانا میدویدوا عاید د ۲۰۱۷ کال پرتله صفر و.‌

ښاغلی میدویدیف ۳۶۷ مربع متره یو اپارتمان او ۵ زره مربع متره ځمکه لري چې په اجاره یې ورکړې ده.‌

ښاغلي میدودیف هم دوه روسیه جوړ موټر لري او مېرمن یې یو فولکس واګن ګف ګاډی لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب