ورځپانې: د پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې سولې ته تاوان رسوي

  • 14 اپریل 2019 - 25 وری 1398
د افغانستان او پاکستان بیرغ د انځور حقوق Getty Images

د "ايرو اېشيا" په نامه انټرنېټې ورځپاڼې ليکلي واشتگټن پاکستان ته خبردارى ورکړى چې افغانستان سره ترينگلې اړيکې سيه کې د سولې بهیر لپاره گټور نه دي.

ورځپاڼې د پاکستان د يوې لوړپوړې سرچينې په وينا ليکلي چې امريکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترينگلتيا له امله نا کراره ده او دا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته تاوان اړوي.

دغه چارواکي ويلي څرگنده ده چې امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې اترې پايلې ولري او امريکايان په دې باور دي چې پاکستان په خبرو اترو کې رول لوبولى شي.

ډېلي ټايمز ورځپاڼې د زلمي خليلزاد هغه ټوېټري پيغام مهم بللى چې د طالبانو له لوري د "الفتح" په نامه د پسرلنيو عملياتو اعلان يې غندلى او پر پاکستان يې هم د دغه اعلان د غندنې غږ کړى.

ورځپاڼه وايي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ظاهراً د ښاغلي خليلزاد وينا ته په ځواب کې ويلي افغان شخړې لپاره هېڅ راز پوځي حل نشته او ټولې غاړې بايد د سولې بهير ته په بشپړه توگه ژمن وي.

نو له همدې امله پاکستان د سولې په بهير کې د ټول هڅو او د ټولو افغانانو د گډون ملاتړ کړى.

ورځپاڼې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قومندان د سکاټ مېلر له لوري د طالبانو د پسرلنيو عملياتو د اعلان غندنې ته اشاره کړې او همدا راز يې د ښاغلي خليلزاد او جنرال مېلر څرگندونو ته د طالبانو ځواب هم راخيستى چې د دوى ويناوې يې غندلې دي.

واشنگټن پوست د نړۍ د تر ټولو سترې الوتکې الوتنې ته کتنه کړې چې پرون په لومړي ځل والوته.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا الوتکه د سپوږمکۍ لپاره د فضايي ډګر په توګه جوړه شوې ده.

د دغې الوتکې چې "ستراتولانچ" نومېږي البته د وزرو د پراختيا له اړخه د نړۍ تر ټولو لويه هغه ده. د دواړو وزرو پراختيا يې د فوټبال يوه لوبغالي له اوږدوالي هم ډېره ده.

د هغې کمپنۍ مشر چې دغه الوتکه يې جوړه کړې تېر کال مړ شو او د هغه له مړينې سره د الوتکې راتلونکې هم ناڅرگنده ده او پرون چې الوتنه هم وشوه دغې کمپنۍ د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه دى ويلى.

ورته مطالب