ورځپاڼې: اروپا کې لاهم د بریدونو پلانونه شته

داعش د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د برتانوي ځواکونو تر ټولو لوړ پوړي چارواکي تورن جنرال "مت هومز" ورځپاڼې سره خبرو کې د هغه گواښ يادونه کړې چې په وينا يې د داعش خراسان څانگې رامنځته کړى.

برتانوۍ 'مېرر' ورځپاڼې افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د حضور او د 'داعش' پر وړاندې يې د مبارزې په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي:

''افغانستان کې د داعش د پياوړتيا او بهر کې د بريدونو د وړتيا موندنې مخنيوي لپاره بايد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جگړه ختمه شي.''

ورځپاڼه وايي، تېره ورځ برتانيا کې وروسته له هغه اندېښنې وټوکېدې چې سوريه کې داعش پورې اړوندو موندل شويو اسنادو وښودل چې په اروپا کې د بريدونو پلانونه شته.

افغانستان کې د برتانوي ځواکونو تر ټولو لوړ پوړي چارواکي تورن جنرال "مت هومز" ورځپاڼې سره خبرو کې د هغه گواښ يادونه کړې چې په وينا يې د داعش خراسان څانگې رامنځته کړى.

جنرال هومز ورځپاڼې ته ويلي د داعش خراسان څانگه برتانيا لپاره ریښتینى گواښ دى. د دۀ په وينا د داعش خراسان څانگه د طالبانو په گډون د هر چا غليمه ډله ده او په افغانستان کې فعاله ده.

خو د ويلي د داعش د ماتولو اصلي مسووليت بالاخره افغانانو ته ور تر غاړې دى.

ورځپاڼه افغان سولې بهير ته په اشاره وايي دا په افغانستان کې د سولې ریښتینى او کمسارى فرصت دى او ټولو لپاره مهمه ده چې له دې موقع گټه واخلي او افغانان د سولې مستحق دي.

گلف نيوز ليکلي چې پرون يکشنبه د عربي اماراتو په گډون ډېر شمېر هېوادونو کې د فېسبوک، انسټاگرام او وټس اپ ميليونونو کاروونکو د رامنځته شوې تخنيکي ستونزې له امله نژدې څه د پاسه دوه ساعتونو لپاره دغه انټرنېټي اسانتياوې نشواى کارولى.

ورځپاڼه وايي ميليونونه کاروونکي خپل پيغامونه پر فېسبوک او انسټاگرام نشواى خپرولى او پر وټس اپ هم پيغام نه استول کېده.

د ورځپاڼې په وينا کاروونکو ټوېټر ته مخه کړه او شکايتونه يې کول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلف نیوز ورځپاڼه وايي ميليونونه کاروونکي خپل پيغامونه پر فېسبوک او انسټاگرام نشواى خپرولى او پر وټس اپ هم پيغام نه استول کېده.

ورځپاڼه وايي دغه ستونزه په برتانيا، گرجستان، پرتگال، يونان، بلغاريا، سلوانيا، سلواکيا، ايټاليا، سويزرلند، او ډېرو نورو هېوادونو کې د دغو اپلېکشنونو او يا انټرنټي پاڼو کاروونکو تجربه کړې.

او د امريکا، اندونيزيا، پاکستان، نيپال، فلېپين، ټايلند او ځينو نورو هېوادونو له ځينو برخو هم شکايتونه رارسېدلي دي.

نيويارک ټايمز د هند ټولټاکنو ته په کتنې وايي په تاريخ کې به دا لومړى ځل وي چې په ټاکنو کې به ښځو شمېر د سړيو پرتله ډېر وي.

ورځپاڼه وايي په ١٩٦٢ م کال کې د هند له نيمايي کمو ښځو خپله رايه کارولې وه. د ٢٠١٤ م کال ټاکنو کې بيا ٦٦ سلنه ښځو رايه ورکړه خو دا ځل اټکل دا دى چې شمېر به يې له سړيو ډېر وي.

د پرانوى راى په نامه يوۀ شنونکي ورځپاڼې ته ويلي دليل يې دا دى چې ښځې اوس ډېرې لوستې دي، ډېرې ازادۍ لري او خپلواکې شوې دي.

ورځپاڼه وايي په ټاکنو کې د ښځو ډېر گډون سياسي لوبه بدلولى شي.

مېرمنې په عمومي ډول تر ډېره د لومړي وزير مودي په مشرۍ د بهارتي جنتا گوند ملاتړ نه دى کړى.

ورته مطالب