یوه کمیابه مرغه امریکا کې خپل څښتن وواژه

  • 15 اپریل 2019 - 26 وری 1398
شبنم مرغه د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي، هغه مرغه چې خپل څښتن یې وژلی، لاهم د قرباني شوي سړي په کور کې دی.

د امریکا فلوریډا ایالت کې یوه کمیابه مرغه 'اوښ مرغه' پر خپل ۷۵ کلن څښتن برید کړی او وژلی یې دی.

پېښه د دغه ایالت شمالي الاتچوا په سوېلي سیمه کې شوې ده.

د سیمې پولیسو بي بي سي ته ویلي، د جمعې په ورځ د یاد سړي کور ته پولیس ورغوښتل شوي وو، کله چې ورغلل، مرغه سړی سخت ټپي کړی و او پروت و.

د مارفین هاجوس په نامه دا سړی روغتون ته لېږدول شوی خو هلته یې د سختو ټپونو له کبله سا ورکړې ده.

پولیسو د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده، خو وايي لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه یوه غمجنه حادثه ده.

د پولیسو مرستیال مشر جیف ټایلر یوې ورځپاڼې ته ویلي: "له کیسې ښکاري چې دا سړی مرغه ته نژدې شوی، پښه یې ښویېدلې او پر ځمکه لوېدلې او بیا اوښ مرغه برید پرې کړی."

د هاجوس په کور کې موجودې ښځې، چې ځان یې د هغه شریکه بللې ده، ویلي ''هغه له کمیابه حیواناتو او مرغانو سره ډېره مینه لرله.''

مارفین هاجوس د لاما په څېر ډېر کمیابه مرغان له لسیزو راهیسې لرل او ساتل.

پولیس وايي، هغه مرغه چې خپل څښتن یې وژلی، لاهم د قرباني شوي سړي په کور کې دی.

ورته مطالب