هالنډی ډاکټر د ۴۹ کسانو پلار ثابت شو
ډاکټر جان کربات لږ تر لږه د ۴۹ کسانو پلار ثابت شوی
په هالنډ کې د ښځو د حاصل خېزۍ یو ډاکټر چې دوه کاله وړاندې مړ شوی و، اوس د ۴۹ کسانو پلار ثابت شوی. پر ډاکټر جان کربات تور دی چې لږ تر لږه ۴۹ قضیو کې یې د خپل مني په مرسته هغه ښځې میندوار کړې وې چې د ده کلینک ته د میندوارۍ په تړاو درملنې ته ورتلې.
نوموړي هغه مهال دې ښځو ته نه وو ویلي چې خپل مني یې کارولي، خو اوس ډي اېن اې ازموینو ثابته کړې چې دی د ګڼ شمېر کسانو اصلي پلار و. هالنډ کې قاضیانو د تېرې جمعې پر ورځ اجازه ورکړه چې د ډي اېن اې ازموینو پایلې اعلان شي.
د ډاکټر کربات یوه زوی جویي ویلي، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د خپل اصلي پلار په لټه کې و. د نوموړي په وینا، اوس یې بلاخره خپل اصلي پلار مالوم کړ، او نور دې کیسې ته د پای ټکی ږدي.
د دې ۴۹ کسانو وکیل ټېم بیوټرز ویلي، د څو کلونو له شکونو وروسته د قضیې له پایلې خوښ دی.
ډاکټر کربات د درملنې لپاره خپل مني کارولي وو، خو ښځو ته یې حال نه و ویلی
په ۲۰۱۷ کال کې یو شمېر کسانو ډاکټر کربات په دې تور محکمې ته بوتلو چې له ده سره یې د خپلوۍ شک درلود. محکمې ویلي، په دوی کې یو کس کټ مټ ډاکټر کربات ته ورته و.
ډاکټر کربات په ۲۰۱۷ کال کې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ. هماغه کال محکمې د ډي اېن ازموینو سپارښتنه وکړه، خو پایلې یې تر دې دمه نه وې اعلان شوې.
له پایلو جوته شوه چې ډاکټر کربات یو شمېر هغو ښځو ته چې د میندوارۍ په تړاو د درملنې لپاره د ده کلینک ته ورتلې، خپل مني ورکړی.
ډاکټر جان کربات ځان د حاصل خېزۍ په ډګر کې "نوښتګر" معرفي کاوه.