ورځپاڼې: څنګه کولی شئ چې پيسې سپما کړئ؟

ډالر او افغانۍ د انځور حقوق Getty Images
Image caption هره مياشت خپل شخصي لگښت لپاره يو څه پيسې بېلې کړئ او له هغې ډېرې مه کاروئ.

گلف نيوز ورځپاڼې خلکو ته چې څنگه کولاى شي پيسې سپما کړي ځينې لارښوونې لري، که څه هم دا لارښوونې تر ډېره هغو لپاره دي چې په عربي اماراتو کې دي خو ځينې يې ټولو ته گټورې پرېوځي.

  • هره مياشت خپل شخصي لگښت لپاره يو څه پيسې بېلې کړئ او له هغې ډېرې مه کاروئ.
  • تورې پيسې غونډ کړئ يو ځاى يې کېږدئ. د درملنې پر ځاى د ناروغۍ د مخنيوي لپاره لگښت وکړئ.
  • د دويم لاس توکو بازار (کهنه فروشۍ) ته سر ورښکاره کوئ ځينې مهال ښه توکي پېرودلى شئ.
  • د خپل گاډي سرويس يا پالنه په منظم ډول وکړئ، چې په کې کومه لويه ستونزه رامنځته نشي.
  • کورته خدمتگار يا خدمتگاره مه گومارئ، کارونه مو په خپله وکړئ.
  • خپلو لگښتونو لپاره تل يو حد وټاکئ.

برتانوۍ "گارډين" ورځپاڼې يو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى "د افغان سولې په خبرو کې به ښځې په لومړي ځل د طالبانو د پلاوي برخه وي".

گارډين د رويټرز خبري آژانس رپوټ راخيستى چې وايي د طالبانو وياند ورته ويلي چې له امريکايي چارواکو او افغان استازو سره راتلونکې ناسته کې به د طالبانو په گومارل شوي پلاوي کې ښځې هم غړيتوب ولري.

ورځپاڼه ليکلي چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغو ښځو نومونه نه دي ياد کړي خو ويلي يې دي چې له طالبانو سره کورني تړاو نلري عادي افغانان دي، هېواد کې د ننه او له هېواده بهر مېشت دي او د طالب غورځنگ ملاتړ يې کړى.

ورځپاڼه وايي داسې يوې ډلې لپاره چې ښځو د حقونو پر وړاندې د خپل سخت زاړه پال ذهنيت له امله د ورځپاڼې په وينا ښه نوم نلري، دغه راز يو گام هغو غوښتنو ته د ځواب ويلو په مانا دى چې په خبرو اترو کې ښځو ته د ونډې ورکولو خبره کوي.

خو ذبيح الله مجاهد بيا پر خپلې ټوېټر پاڼې ويلي چې د ده خبره ناسم تعبير شوې د دۀ وينا دا وه چې له افغانانو سره د دوى په ناسته کې به ښځې هم حضور ولري لکه د مسکو د ناستې په څېر.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بین الافغاني خبرو مخکېنۍ ناسته شاوخوا دوې میاشتې مخکې د روسیې مسکو کې وه

امريکايۍ واشنگټن اېگزماينر مجلې د طالبانو د پسرلني عملياتو په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، د طلبانو د پسرلني عملياتو د نوم الفتحې مانا برى دى.

واک ته د رسېدو هیله

مجله وايي امريکا سره د سولې خبرو ښايي طالبان دومره زړور کړي وي چې باور کوي داسې يوه معامله کولاى شي چې په پايله کې يې د واک واگي تر لاسه کړي.

ورځپاڼې د ډېموکراسۍ دفاع بنسټ د غړي "بېل روگيو" له خوله ليکي، د طالبانو دا وينا چې اشاره يې د پسرلني عملياتو نامه ته ده، يوه بله څرگنده نښه ده چې طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره واک شريک کړي. دغه څېړونکي ويلي طالبانو د تېرو کلونو پرتله چې امريکايي او ناټو ځواکونه يې اصلي موخه وه، اوس يې پر افغان امنيتي ځواکونو او افغان حکومت پام ور ټول کړى.