لور ته لغته مور ته ګرانه تمامه شوه

د انځور حقوق BEIJING NEWS
Image caption د چین ختیځ هنګژو کې ایالت کې د اپریل پر اته له دغې مورې ویډيويي کلیپ اخیستی چې ماشومه لور په لغته وهي

هغې مور بښنه غوښتې چې ماشومه لور یې په لغته وهلې وه. د دغې صحنې ویډیويي کلیپ له ۲۲ میلیونه ډېر ځله کتل شوی او پراخې نیوکې پرې شوې دي. د چین هانګژو ښار کې د ښځو حقونو یوه مدافع وکیل ویلي، ''دا د کورني تاو تریخوالي مشکوکه بڼه ده''.

د ماشومانو کالیو یوې چمتو کوونکي شرکت ویلي، دغه ماشومه نیونیو نومېږي، چې دوی سره د ماډل په حیث کار کوي. د نونو مور اوس بښنه غوښتي او وايي، دغه کړنه یې له ماشومانو سره زور زیاتی نه دی.

د نوموړې غبرګون په اړه اوس پراخ بحثونه کېږي. معلومه نه ده چې دغه ویډیويي کلیپ د اپریل پر اتمه لومړی چا خپور کړی، خو بیجینګ نیوز نومې ورځپاڼې وروسته په پراخه کچه له نورو سره شریک کړ.

'بدماشې' لور ته د پلار سزا: نصیحت که ظلم؟

افغانستان کې ۱۶ سلنه کارګر ماشومان په جنسي توګه ځورول شوي

د نیونیو پر مور له دې کبله نیوکې شوې، چې هم د ماشومې لور له لارې عاید تر لاسه کوي او هم یې په لغته ووهله.

چین کې ټویټر ته ورته وېبو نومې خواله رسنۍ یوه کاروونکي لیکلي:

''یو خو دا چې د عاید لپاره دې خپلې ماشومې ته سترګې نیولې او بیا یې په لغتو هم وهې؟ ''

د چین نیوز اونیزې په رپوټ کې ویل شوي، نیونیو له یو شمېر ځايي شرکتونو سره د ماډل په توګه کار کوي او د هغې د ښایستوکې ماشومې څېرې تصویرونه د کاروبار غوړېدو لامل کېږي.

په ځواب کې یې مور همدې رسنۍ ته ویلي، مېړه مې دنده لري او موږ د نیو نیو عاید ته ناست نه یو.

نوموړې پر وېبو پاڼه هم ځانته حساب پرانیستی او وايي:

''زما د نظم راوستو په هغه ویډیويي کلیپ کې ماشومه خوږ شوې نه ده، زه له دې کبله ډېره بښنه غواړم چې تاسې ټولو له دې ویډیو ناسم مفهوم اخیستی. زما لور راته ډېره نژدې ده او ډېره ښه توجه ورکول کېږي او مینه ورسره کېږي. ''

د انځور حقوق Niu Niu's mum/Weibo
Image caption د نیو نیو مور پر وېبو خواله رسنۍ بښنه غوښتې

نژدې ۷۰ کسانو د بښنې غوښتنو پر دغه انداز بحث کې ګډون کړی دي. په چین کې په دې اړه هم بحث کېږي چې ایا د نظم یا ډسپلن لپاره له زوره کار واخیستل شي او که نه، خو د نیو نیو مور وايي، نژدې هر څوک همداسې کوي.

هغې بیجینګ نیوز ته وویل:

''هېڅ مور او پلار نه شي کولای ووايي، چې هېڅکله یې پر اولادونو لاس نه دی پورته کړی. زه ډېر کم وخت داسې کوم. دا ځل مې ځکه داسې وکړل چې تیاره وه او نیو نیو پر سړک منډه کړه او زه هغه مهال عصباني وم. څنګه داسې کېدای شي، چې بې وجهې به مې هغه په لغته وهله؟ ''

اړونده مطالب