انسټاګرام: د 'سپاه' د قومندانانو پاڼې بندې شوې دي

.
Image caption په لومړي ګام کې انسټاګرام د ایران د پاسداران د لوی قومندان قاسم سلیماني پاڼه وتړله، بیا د قدس سپاهیانو د مشر، د اسلامي انقلاب د بهرنۍ څانګې د مشر او نورو مشرانو پاڼې هم وتړل شوې.

د انسټاګرام یوه ویاند د ایران اسلامي انقلاب د 'سپاه پاسداران' د ځینو قومندانانو د پاڼو بندول تایید کړي دي، چې پیل یې د ایران د قاسم سلیماني له پاڼې شوی دی.

د خواله رسنیو دغه شبکه وايي "موږ د امریکا د بندیزونو د قوانینو تر چتر لاندې عمل کوو. موږ د اړوند هېواد له چارواکو سره ګډ کار کوو چې ډاډه شو د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د 'سپاه' ترهګر بلل کېدو قانون ته ژمن یو.''

په لومړي ګام کې انسټاګرام د ایران د پاسداران د لوی قومندان قاسم سلیماني پاڼه وتړله، بیا د قدس سپاهیانو د مشر، د اسلامي انقلاب د بهرنۍ څانګې د مشر او نورو مشرانو پاڼې هم وتړل شوې.

دا ګام څو ساعته وروسته تر هغه اخیستل شوی چې امریکا په رسمي توګه 'سپاه پاسداران' د 'بهرنيو نړیوالو ترهګرو سازمانونو' په لیست کې راوست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ‌ (دوشنه، اپریل ۱۵مه، وری ۲۶مه) سپاه پاسداران په دې نوملړ کې شامل کړي وو.

یوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په یوه خبرپاڼه کې د ایران 'سپاه پاسداران' یوه 'ترهګره ډله' بللې وه.

'قاسم سلیماني ترهګر دی'

د انځور حقوق Instagram
Image caption د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې د مشر قاسم سلیماني انسټاګرام پاڼه

دا لومړی ځل دی امریکا د یوه هېواد رسمي پوځي ځواک د ترهګرو ډلو په نوملړ کې راولي.

په دې اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، قاسم سلیماني 'ترهګر' دی.‌

د فاکس نیوز خبري شبکې د یوې پوښتنې : ''ایا امریکا قاسم سلیماني د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې د مشر ابو بکر بغدادي په څېر ترهګر ګڼي''؟ په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:‌ ''هو، هغه یو ترهګر دی''.

بحرین کې د ۱۳۸ وګړتوب اخیستل‌

له بلې خوا د بحرین حکومت د خپل هېواد ۱۳۸ کسان له سپاه پاسدران سره اړوند د یوې ترهګرې ډلې د جوړولو په تور په ډله ییز ډول محاکمه او په زندن محکوم کړل.

د بحرین لویه څارنوالي وايي، محکمې له دوی تابعیت یا وګړتوب هم اخیستی، خو دا کسان استناف غوښتلی شي.

لوی څارنوال احمد الحمادي وايي، تورن د بحرین حزب الله ډلې اړوند دي او دا ډله د لبنان حزب الله ډلې سره اړیکي لري.

د نوموړي په خبره، دا کسان له دریو کلونو نیولې په عمري بند محکوم شوي دي.

نوموړی دا هم وایي، چې دې کسانو کې ځینې په لبنان، ایران او عراق کې روزل شوي دي او بحرین کې یې د برید پلان درلود.

ورته مطالب