هغه مینان چې د قوم او مذهب بیلتون یې تر منځ دی

رویندر او شېلپا له ټولو ستونزو سره هم واده وکړ
د عکس تشریح،

رویندر او شېلپا له ټولو ستونزو سره هم واده وکړ

هندیان تر ډېره حده په قوم، قبېله کې دننه ودونه کوي او ځینې هغه ودونه چې له دې سختو دایرو بهر کېږي، په تاوتریخوالي او ان کله ناکله د پت په نامه وژنو سره پای ته رسېږي.

د بي بي سي دویا اریا په خپل رپوټ کې وايي، اوس یو شمېر هندي ځوانان د مینې په خاطر له خېل، ټبر او کورنیو هم بېلتون ته چمتو کېږي.

رویندر کومار ته معلومه وه، چې د لوړ توکم له یوې ښځې سره واده یا عشق کول یې د سر له خطر سره مخامخوي. رویندر دلېت توکمه دی چې مخکې اچهوت بلل کېدل 'اچهوت یا د بې حیثیته ذات هغه خلک چې لاس وروړل ګناه بلل کېده ' دلېت توکمه اوس هم د هند اقتصادي پرمختګ کې تر ټولو وروسته پاتې بلل کېږي.

رویندر کومار پر شېلپا زړه بایلود چې راجپوت توکمه ده او راجپوت د هندوانو توریالی توکم بلل کېږي، چې په ټولنیز حیثیت کې یوازې برهمن له دوی لوړ دي. د دوی دواړو تر منځ دغه ټولنیز لرې والی د تاریخ په اوږدو کې خورا لږو خلکو لنډ کړی دی.

رویندر وايي، ''موږ خو د دوی د اوسېدو له سیمې د تېرېدو اجازه نه لرو او ما د دوی په کورنۍ کې د واده کولو جرات وکړ. ''

هغو کسانو ته په ټولنه کې په ښه نظر نه کتل کېږي، چې له خپل قوم او قبیلې بهر ودونه کوي، بلکې یو ډول یاغي بلل کېږي.

رویندر او شلپا له یوه بله نژدې ۱۰۰ کلیومتره لېرې د ګجرات ایالت په کلیواله سیمه کې اوسېدل. دوی دواړو د فېسبوک له لارې یو بل وپېژندل او له همدې لارې یې له یوه بل سره خبرې اترې او ټوکې ټکالې پیل کړې، چې د شېلپا په وینا د دې پر ذهن یې ژور اغېز وکړ:

''زه خو یوه کلیواله پېغله وم، له کالج او کوره هاخوا نړۍ سره نابلده وم، له رویندر سره له لیدو وروسته پوه شوم، چې ژوند کې نور خواږه هم شته. ''

هند کې د قبیلویت او مذهبي درجه بندۍ پر بنسټ ودونه له پخوا راهیسې دود دي او داسې ډېر دلېت نارینه وژل شوي دي چې د لوړ توکم یا نسل له ښځو سره یې ودونه کړي. د هند بشري ودې ادارې په وینا یوازې ۵ سلنه هندیان د نورو قبیلو له خلکو سره ودونه کوي.

د عکس تشریح،

شېلپا له رویندر سره د واده لپاره کور، کلی پرېښود

هندۍ ټولنه کې د کورنۍ عزت او 'پاکلمنۍ ' ساتلو مسوولیت تر ډېره د ښځو مسوولیت بلل کېږي او له 'پردیو ' سره واده کوونکې ښځې د ټبر او خېل لپاره د بې عزتۍ لامل بلل کېږي.

شېلپا وايي، له رویندر سره د واده کولو لپاره له کلي وتښتېده، خو اوس هم د وژل کېدو ډار ورسره مل دی او تېرو دریو کلونو کې یې ۱۲ ځله کور او ښارونه بدل کړي دي. رویندر انجنیر دی، خو له شلپا سره له واده وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او اوس مزدوري کوي.

شېلپا وايي، داسې وخت یې هم ولید چې خواشیني او ډار د زغملو له کچې تېر شول، یو بل یې د دغه حالت عامل بلل او د ځان وژنې په هکله یې هم فکر کړی:

''رویندر راته وویل، ځانوژنه د ستونزو حل نه دی، اوس دواړه د وکالت زده کړې کوو، غواړو دواړه مدافع وکیلان شو، د بشري حقونو لپاره خدمت وکړو او میندې، پلرونه مو راباندې وویاړي. ښايي دوی هغه وخت پوه شي، چې موږ دغه پرېکړه د ټوکو ټکالو غوندې نه ده کړې او ښايي هغه وخت مو ومني. ''

هند کې د جرمونو پېښو ثبت اداره وايي، ۲۰۱۶ کال کې ۷۷ کسان د پت په نامه وژل شوي دي.

بي بي عایشه او ادیتیا دواړه ۱۷ کلن و، چې پر یوه بل مین شول. دوی هم د فېسبوک له لارې یوه بل سره وپېژندل، خو د دواړو کورنۍ د دوی یو ځای کېدو سره سخت مخالف ول.

د عکس تشریح،

ادیتیا او بي بي عایشه د فېسبوک له لارې یو بل وپېژندل

ادیتیا د پلازمېنې ډیلي اوسېدونکی دی، خو د لوړو زده کړو لپاره ځکه بنګلور ته لاړ چې بي بي عایشه هلته اوسېده، خو د هغې پلارګنۍ لپاره دی، بیا هم یوازې یو هندو و. له دوه کاله انتظار وروسته دواړو واده وکړ او ډیلي کې مېشت شول، خو دوی وايي د رویندر او شلپا غوندې هر وخت له وېرې ترهې سره مخامخ وي.

بي بي عایشه وايي:

''پنځه میاشتې مو په یوه خونه کې تېرې کړې، له ډاره بهر نه وتلو، اندېښنه مو دا وه، چې که بهر ته ووځو، وژل کېږو، ځکه ادیتیا هندو دی او زه مسلمانه. ''

د بي بي عایشه مور پلار په داسې صورت کې د دې واده منلو ته چمتو دي، چې ادیتیا مسلمان شي، او دغه راز د ادیتیا مور پلار تر هغه پورې د بي بي عایشې منلو ته چمتووالی نه ښيي، چې هغې هندو مذهب نه وي منلی.

خو خپله دوی دواړه بیا وايي، نه غواړي خپل مذهب پرېږدي.

د عکس تشریح،

هند کې له قوم قبیلې بهر خورا لږ کسان ودونه کوي

د هند ۱۸۷۲ کال یوه قانون له مخې دغه هېواد کې خلک کولای شي، د مذهب له بدلون پرته د بل مذهب له منونکو سره واده وکړي او قانوناً یې ثبت کړي. ادیتیا وايي، د دغه قانون په اړه معلومات اصف اقبال او رانو کلشریشټها ورکړل چې ۲۰۰۰ کال کې یې واده کړی و.

د دوی له واده وروسته ګجرات کې توکمیز تاوتریخوالی خپور شو او له هغه وروسته دغې جوړې د 'دهنک ' په نامه یوه اداره جوړه کړه چې له قبیلې یا مذهبه بهر واده کوونکو سره مرسته کوي او مشورې ورکوي.

بي بي عایشه وايي، د دغې ادارې له لارې یې داسې نورو جوړو سره هم لیدلي او اوس تر یوه حده د خوندیتوب احساس کوي.

رویندر او شلپا بیا له واده وروسته له دې کبله خپل کورني نومونه بدل کړي چې قوم، قبیله یې معلوم نه شي، دوی دواړه اوس له خپلو نومونو سره د کورنۍ نوم په توګه 'بهارتیه ' لیکي.