پیرو: پخواني ولسمشر هغه مهال ځان وواژه چې پولیس یې نیولو ته ورغلل
الن ګارشیا هغه مهال ځان وواژه چې پولیس یې د نیولو لپاره کور ته ورغلل
د پیرو پخواني ولسمشر الن ګارشیا هغه مهال ځان وواژه چې پولیس یې د بډو رشوتونو په تور د نیولو لپاره کور ته ورغلل. ښاغلی ګارشیا پلازمېنه لیما کې روغتون ته ولېږدول شو او له هغه وروسته اوسني ولسمشر مارټن ویزکارا د نوموړي مړینه تایید کړه.
د نوموړي د مړینې له اعلانه وروسته د هغه پلویانو یوه ډله په روغتون کې یو ځای شول او پولیسو یې روغتون ته د ننوتو مخه ونیوله.
پر ښاغلي ګارشیا تور پورې شوی و، چې د برازیل ودانیزو چارو له اودیبریچت نومې شرکته یې رشوت اخیستی دی او نوموړي دغه تورونه ردول. د همدې تورونو پر بنسټ پولیس افسران د هغه نیولو لپاره استول شوي وو.
د کورنیو چارو وزیر کارلوس موران خبریالانو ته وویل، کله چې پولیس د پخواني ولسمشر کور ته ننوتل، هغه ترې د ټیلیفون کولو اجازه وغوښته او ځان پسې یې د خونې دروازه وتړله.
وزیر وايي، څو دقیقې وروسته د ډز غږ واوریدل شو او کله چې پولیسو د خونې دروازه ماته کړه، ښاغلی ګارښیا یې داسې حال کې پر څوکۍ ناست ولید چې سر کې یې د مرمۍ لګېدو نښه وه.
چارواکي وايي، ډاکټرانو سملاسي د پلازمېنې لیما په کاسیمیرو روغتون کې د پخواني ولسمشر جراحي عملیات وکړل، خو بریالي نه شول او هغه ساه ورکړه.
اوسني ولسمشر ویزکارا په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د دې خبر په اوریدو سره 'بوږنېدلی ' دی او د ښاغلي ګارشیا کورنۍ ته یې د خواخوږۍ پیغام استولی دی.
ښاغلی ګارشیا لومړی ځل له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۰ پورې د پیرو ولسمشر و او بیا دویم ځل له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ پورې د خپل هېواد ولسمشر پاتې شو. چارواکي وايي، نوموړي له برازیلي شرکته د دویم ځل ولسمشرۍ پر مهال پلازمېنه کې د مېټرو لاین رغاونې پر مهال بډې اخیستې.