پرتګال کې د سیلانیانو موټر چپه کېدو ۲۹ کسان وژلي

A woman receives medical treatment on April 17, 2019 in Caniço, on the Portuguese island of Madeira د انځور حقوق AFP
Image caption ټپیان روغتون ته د لېږدولو پرمهال

د پرتګال په مادیرا ټاپو کې د سیلانیانو یو بس چپه شوی چې له کبله یې لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي. په دې بس کې ټول ټال ۵۵ کسان سپاره وو.

بس له سړکه اوښتی او چپه شوی دی. د پرتګال د بېړنیو پېښو ادارې 'لوسا' ویلي، پېښه کانیکو ښار ته څېرمه شوې ده.

پرتګالي رسنیو د اوښتي بس هغه ټوټې ښودلې چې ځینو کورونو ته څېرمه پرتې دي.

رپوټونه وايي، پېښه په سیمه ییز وخت ماښام ۶ نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړ او له سړکه ووت.‌

د سیمې ښاروال فیلیپه سوسا اس ای سي شبکې ته ویلي: ''هغه څه چې رامنځ ته شوي، په تورو نه شي بیانېدلی. د هغو کسانو ځور د زغم وړ نه دی چې دا پېښه یې لیدلې ده.‌"

دی وايي، ټول سیلانیان جرمنان وو، خو ښايي ځینې قربانیان د سیمې اوسېدونکي هم وي. په وژل شویو کې ۱۱ یې سړي او ۱۷ ښځې دي.

د پېښې د لامل په اړه نورې پلټنې هم کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی چې له یوې تپې نه بس ښکته لوېدلی دی

د پرتګال ولسمشر مارسلو ربلو دي سوسا د پېښې دغه ځای ته تللی دی.‌ رویټرز خبري اژانس د پرتګال د لومړي وزیر انتونیو کوستا له خولې ویلي، د پېښې په تړاو یې د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره غمشریکي ښودلې.

مادیرا په ۲۰۰۵ کال کې هم د بس چپه کېدو د یوې بلې خونړۍ پېښې شاهده سیمه وه چې د ټاپو په شمالي ساحلي ساو وسنته کې ایټالیايي سیلانیان ووژل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پېښې د لامل په اړه نورې پلټنې هم کېږي.