ورځپاڼې: د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې بې ګټې دي

ارګ د انځور حقوق Arg

یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی چې "استخباراتي چارواکي وايي په افغانستان کې د داعش ډله په امریکا کې د بریدونو وړتیا لري".

ورځپاڼې د یوه چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی رپوټ ورکړی چې لکه د القاعده ډلې په څېر چې اتلس کاله وړاندې یې په امریکا کې مرګوني بریدونه وکړل، د داعش ډلې خراسان نومې برخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په لوېدیځو هېوادونو کې د بریدونو لپاره پلانونه لري.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د داعش ډلې په تړاو لویه اندېښنه دا ده چې د دغې ډلې اصلي هدفونه په بهر کې د نورو کسانو هڅول، له هغوی سره مالي مرسته کول او هغوی ته لارښوونه کول دي.

دغه امنیتي چارواکي ویلي په امریکا کې د موټرو په کارولو برید کول هغه څه دي چې دغه ډله یې د ترسره کولو لپاره خپل خواخوږي هڅوي.

دې چارواکي ویلي، په افغانستان کې اوسني وضعیت او غرنیو سیمو ددې ډلې لپاره چانس برابر کړی چې خپل وسله وال وروزي او خپل هدفونه چې هغه حکومتي چارواکي، طالبان او بهرني ځواکونه دي په نښه کړي.

په همدې تړاو ورځپاڼې د کانګرس د غړي جاک ریډ له قوله چې تازه له افغانستانه راستون شوی لیکلي داعش ډله سلګونه وسله وال لري او ښودلې یې ده چې د تکتیکونو او د نورو وسله والو د جذب په برخو کې یې پرمختګ کړی دی.

نیوزیک مجلې د یوه متقاعد څلور ستوریز امریکايي جنرال جک کین له قوله لیکلي چې خلک باید د ډونلډ ټرمپ د حکومت له خوا په افغانستان کې د سولې د خبرو په اړه شک ولري.

دی وايي دا ځکه چې لویه نیمګړتیا دا ده د سولې په خبرو کې افغان حکومت نه دی شامل شوی او دا مسله قضیه ډېره پېچلې کوي. دی وايي دې ته په کتو د امریکا په مخکې یوه اوږد مزل پاتې دی.

دی په عین حال کې وايي یوه د هیلې خبره دا ده چې طالبان خبرو ته حاضر شوي او بله دا چې پاکستان طالبان د سولې خبرو ته هڅوي، خو دی وايي د سولې لپاره روانې هڅې د افغان حکومت له ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی.

جک کین زیاتوي طالبان په افغان ټولنه کې ځای نه لري او په یوه سروې کې ښودل شوې چې ۸۵ سلنه افغانان د طالبانو بېرته راتګ نه غواړي.

ډان ورځپاڼې په پاکستانۍ ټولنه کې د سخت دریځۍ په اړه لیکي چې د دې ستونزې ریښې د دولت د ناغیړۍ له امله په ټولنه کې غځېدلي دي.

"د پاکستان تېرو حکومتونو د دیني ډلو په خوښ ساتلو کې د خلکو کړاو زیات کړی"

د مطلب لیکوال په ښوونځیو او مدرسو کې سخت دریځۍ ته اشاره کوي او د پوهنتون د یوه محصل مشال خان وژنې یادونه کوي او زیاتوي د دولت مسؤولیت دی ټولنه له هغو ستونزو خلاصه کړي چې د دیموکراسۍ د کلتور رواجولو مخه نیسي.

لیکوال پوښتنه کوي چې پاکستان د کار د نړیوالې ټولنې د تړون له لاسلیک سره سره، له درنو کارونو د ماشومانو د ژغورلو لپاره څه کړي دي؟

لیکوال وايي تېرو حکومتونو د دیني ډلو په خوښ ساتلو کې د خلکو کړاو زیات کړی او اوس د دې حکومت وار دی چې له ځانه پوښتنه وکړي چې آیا د هغه دود په ختمولو کې تر پخوانیو حکومتونو مخکښ دی چې ټولنې ته بې حسابه زیانونه اړولي دي؟

ورته مطالب