ایوانکا ټرمپ: د نړیوال بانک د مشرۍ وړاندیز مې رد کړ

ایوانکا ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ایوانکا ټرمپ په ادیسه ابابا کې د ښځو له خوا چلول کېدونکې د نساجۍ یوې فابریکې ته هم ورغلې ده.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ ویلي، د پلار له خوا یې د نړیوال بانک د مشرې کېدو وړاندیز رد کړی دی.

ډونلډ ټرمپ یوه اونۍ وړاندې "اتلانتیک" خپرنۍ ته ویلي وو، له لور یې وپوښتل چې ایا د نړیوال بانک د مشرۍ لپاره میلان لري "ځکه چې هغه له شمېرو سره ښه اشنا شوې ده".

ایوانکا ټرمپ وايي، د خپل پلار د پوښتنې په ځواب کې یې ویلي، چې له خپلې اوسنۍ دندې (د سپینې ماڼۍ مشاوریت" څخه راضي ده.

ښاغلی ټرمپ د نړیوال بانک د نوي مشر د ګومارل کېدو نهايي پرېکړه کې - چې اوس یې امریکایی قانونپوه ډېوېډ ملپس دی، مهم رول لري.

د نړیوال بانک د مشر ټاکل په دودیز ډول تر ډېره رسمي بڼه لري چې امریکا ډېر رول پکې لري.

اغلې ټرمپ عاج ساحل ته د سفر پرمهال اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، پلار یې دغه پوست ته د نوماندېدو په اړه "غوښتنه" ترې وکړه چې هغې رد کړه.

هغه وايي، د نړیوال بانک د نوي مشر په توګه د ښاغلي ملپس دنده به "عالي" وي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر هغې ته کوم بل مهم پوست وړاندیز نه کړ؟ وویل دا د هغې او د پلار ترمنځ یې یوه محرمانه مسله ده.

ښاغلي ټرمپ تېره اونۍ په یوه مرکه ک ویلي وو، لور ته یې ځینې بېلابېل پوستونه په پام کې نیولي، چې یو هم په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره کېدل دي، ځکه چې د هغه په وینا، ایوانکا دیپلوماته ده.

اغلې ټرمپ اوس د افریقا په سفر بوخته ده.

ایوانکا ټرمپ په ادیسه ابابا کې د ښځو له خوا چلول کېدونکې د نساجۍ یوې فابریکې ته هم ورغلې ده.