عمران خان د خپلې کابینې پنځه وزیران بدل کړل
د پاکستان لومړي وزیر د فدرالي ادارې مهمو وزارتونو وزیران بدل کړي دي. وړاندې د مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې وه.
د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزیر دفتر له خوا خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د پنځو وزارتونو وزیران یې بدل کړي دي.
د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وزیر، د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر، د پټرولیم وزیر او د کورنیو چارو وزیران بدل شوي او د مالیې وزیر پخپله استعفا کړې ده.
د پاکستان مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې او وايي، ځایناستی به یې هم په هېواد کې له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي. نوموړی وايي، د دندې پر مهال یې د پاکستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره سختې پرېکړې کړې.
ښاغلي عمر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستان اقتصاد هغه مهال له خورا ناوړه حالت سره مخامخ و، چې د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شو، خو په خبره یې ''د دې معنا دا نه ده چې ګواکې اوس اقتصاد ښه شوی دی. ''
د نوموړي په وینا ''تر څو چې پاکستاني اقتصادي کې بسنټیز اصلاحات نه وي راوستل شوي، مسایل نه حل کېږي. ''
هغه زیاتوي حکومت باید سختې پرېکړې او پاکستانیان باید له صبر او زغمه کار واخلي. ښاغلی عمر دا وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره د خبرو لپاره امریکا ته تللی و.
که څه هم تر اوسه د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ کومه هوکړه نه ده شوې، خو اسد عمر هیله ښيي چې د پاکستان او پیسو نړیوال صندوق تر منځ به دغه هېواد ته د پور ورکولو اړوند هوکړه په مناسبو شرایطو وشي.
ښاغلي عمر ویلي، لومړی وزیر کابینه کې بدلون غواړي، خو په وینا یې سره له دې چې ګوند نه پرېږدي او پر لومړي وزیر باوري دی، خو دی به بل کوم وزارت هم نه اخلي.
د اقتصادي چارو پاکستانی خبریال مشتاق ګهمن وايي، داسې حال کې چې د پور تر لاسه کولو لپاره د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې، د پاکستان مالیې وزیر استعفا د حکومت لپاره لویه ننګونه ده.
اسد عمر دا وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره د پاکستان لپاره د پور اخیستو له خبرو وروسته هېواد ته ستون شو
نوموړي بي بي سي ته وویل، تمه کېږي چې د پیسو نړیوال صندوق استازي د خبرو لپاره راتلونکې اونۍ پاکستان ته ورسېږي.
ای ایم ایف مشرې کرستین لیګارد فبرورۍ کې پاکستان ته د پور ورکولو په تړاو له لومړي وزیر عمران خان سره دبۍ کې خبرې کړې
د روان کال فبرورۍ میاشت کې اسد عمر ویلي وو، داسې ډېره هیله مندي شته، چې ای اېم ایف په پاکستان ته پور ورکړي. پاکستان د بهرنیو پورونو پرې کولو لړ کې له کړکېچه د ژغورل کېدو لپاره د ای ایم ایف تازه پور ته سخته اړتیا لري.
ښاغلي عمر فبرورۍ کې په دبۍ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او ای اېم ایف مشرې کریستین لیګارد تر منځ پاکستان کې د بهرنیو اسعارو په اړه له خبرو وروسته دغه څرګندونې کړې وې.
ویل کېږي د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمه اته میلیاردو ډالرو ته ټیټه شوې ده، چې یوازې د دوو میاشتو وارداتو لپاره بسنه کولای شي.
له ای اېم ایف سره د پاکستان خبرې تېر کال اګست کې د عمران خان په مشرۍ د نوي پاکستاني حکومت له رامنځته کېدو سره سم پیل شوې وې، خو ماهرین وايي، د دواړو لوریو تر منځ د اصلاحاتو پر څرنګوالي او سرعت د اختلاف له کبله تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.
له ای ایم ایف سره د پاکستان خبرې تېر کال اګست کې د عمران خان په مشرۍ د نوي پاکستاني حکومت له رامنځته کېدو سره سم پیل شوې وې
ای اېم چارواکي د مالیې اخیستو په نظام کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي او له پاکستان حکومته غواړي چې د بهرنیو اسعارو زېرمه ډېره کړي او د عاید او لګښتونو تر منځ توپیر د امکان تر حده کم کړي، چې ویل کېږي ښايي روان کال تر پنځه سلنې واوړي.
پاکستاني چارواکي وايي، دوی اصلاحاتو راوستو ته چمتو دي، خو داسې شرطونه نه مني چې د دوی په وینا د اقتصادي پرمختګ لار کې خنډونه رامنځته کړي، ځکه د سږ کال لپاره وار له مخه د اقتصادي ودې کچه د پنځه اعشاریه دوه پر ځای څلور سلنې هدف ته راټیټه شوې ده.
لومړي وزیر عمران خان مخکې له بهرنیو پورونو سره سخت مخالفت کاوه او ان یو ځل یې ویلي و، چې له ای اېم ایف نه د پور اخیستو پر ځای ځان وژنه غوره بولي، خو د بهرنیو اسعارو زېرمو کمښت، د پورونو ورکړې او عاید کموالي له کبله اړ شو چې له نړیوالو مالي ادارو مرسته وغواړي.