د عکاسۍ نړیواله جایزه د هند وچکالۍ ځپلیو بزګرانو تصویر اخیستونکي ته ورکړل شو.

د هند تامل ناډو کې د وچکالۍ ځپلیو بزګرانو تصویرونو ایټالوی عکاس فیدریکو بوریلا د ۲۰۱۹ کال لپاره د سوني عکاسۍ نړیوالې جایزې لړ کې تر ټولو غوره مسلکي عکاس بلل شوی دی.

کارپول د هند په تامل ناډو کې یو مهال بزګري کوله، خو اوس د ودانیزو چارو مزدور په توګه هره ورځ نژدې ۴۰۰ روپۍ ګټي

د عکس سرچینه، Federico Borella

د عکس تشریح،

کارپول د هند په تامل ناډو کې یو مهال بزګري کوله، خو اوس د ودانیزو چارو مزدور په توګه هره ورځ نژدې ۴۰۰ روپۍ ګټي

د عکس سرچینه، Federico Borella

د عکس تشریح،

ملایکه د خپلې هغې کروندې په منځ کې ګرځي چې ۲۰۱۷ کال کې یې میړه پالیچم پکې ځان وژلی و. د بارانونو نشتوالي له کبله د دوی ولاړ فصلونه له منځه تللي وو

بوریلا ته د مستند برخې کې د (پنځه درجې) نومې پروژې لړ کې جایزه ورکړل شوې. د نوموړي کار پوښتنه راپورته کوي، چې ایا په هند کې د ځانوژونکو بزګرو ډېرېدونکی شمېر د تودوخې درجې له زیاتوالي او اقلیمي بدلون سره مخامخ تړاو نه لري؟ د بوریلا پروژې تصویرونه د هند په تامل ناډو ایالت کې اخیستل شوي، چې تېرو ۱۴۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ ځپلې سیمه ده.

د دغې جایزې لپاره په نورو ټاکل شویو تصویرونو کې عامه ځایونه، سیاسي پېښې او سپورتي لاسته راوړني وینو، چې لاندې یې ټولګه وینو.

د عکس سرچینه، Stephan Zirwes

د عکس تشریح،

سټېفن زایرویس په جرمني کې د لامبو ډنډونو په نامه عسکونو کې د ودانیو برخې لومړۍ جایزه تر لاسه کړه

د عکس سرچینه، Alessandro Grassani

د عکس تشریح،

د سپورت برخه کې لومړۍ جایزه د الشاندرو ګراشاني 'د تشدد خلاف سوکوهنې' لړۍ ته ورکړل شوی. دې تصویر کې ۱۶ کلنه ایستر وینو چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پلازمېنې ګوما پر یوه سړک یې تصویر اخیستل شوی دی. نوموړې په ښار کې له دوو رسمي کلبونو د یوه غړې ده.

د عکس سرچینه، Marinka Masséus

د عکس تشریح،

د تخلیق برخه کې لومړۍ جایزه د مارینکا ماشیوس عکسونو لړۍ ته ورکړل شوې چې بصري هنرونو کې ډاون سنډروم لرونکو کسانو ته د ځای ورکولو لپاره د راډیکال بیوټي په نامه تر سره شوې ده.

د عکس سرچینه، Caimi / Piccinni

د عکس تشریح،

ویلنټاین پیکیښیني او جین مارک کیمي ته د ګلي ګلي لړۍ په نامه عسکونو پروژې کې چې استانبول کې اخیستل شوي، د کشف برخې لومړۍ جایزه ورکړل شوې

د عکس سرچینه، Yan Wang Preston

د عکس تشریح،

د لنډ سکیپ برخې لومړۍ جایزه یان وانګ پریسټن ته ورکړل شوې، چې د چین یانان ایالت کې یې د تصویرونو پروژه بشپړه کړې

د عکس سرچینه، Jasper Doest

د عکس تشریح،

د طبیعي او ځنګلي حیات برخې جایزه جاسفر دویست ته ورکړل شوې



د عکس سرچینه، Álvaro Laiz

د عکس تشریح،

الوارو لایز ته د پورټریټ برخه کې د تصویرونو دغې لړۍ له کبله لومړۍ جایزه ورکړل شوې، چې د چوکچي سیمې بیرینګ تنګي روسۍ برخه کې یې د چوکچي قبیلې له کسانو تور او سپین رنګه اخیستي دي.

د عکس سرچینه، Nicolas Gaspardel

د عکس تشریح،

نیکولاس ګاسپاردیل او پاولین بایرت ته د (سټیل لایف) په کټګورۍ کې د یووک په نامه پروژې له کبله لومړۍ جایزه ورکړل شوې

د عکس سرچینه، Rebecca Fertinel

د عکس تشریح،

رابیکا فیرتاینل ته بریف کټګورۍ کې د بلجیم کونګولیس قبیلې دغو تصویرونو لپاره چې د 'زه یم چې موږ یو' تر نامه لاندې بشپړه شوې، لومړۍ جایزه ورکړل شوې

All photos courtesy of 2019 Sony World Photography Awards.