د جنسي ځورونې شکایت؛ بنګله دېشۍ پېغله اور کې سوځول شوې

نصرت جهان د انځور حقوق FAMILY HANDOUT
Image caption نصرت په امبولانس کې روغتون ته پر لاره د ورور په موبایل کې د پېښې په تړاو خپلې خبرې ثبت کړې

د بنګله دېش یوه مدرسه کې پر نصرت جهان رفیع کروسین تېل شېندل شوي او له هغه وروسته اور ورکړل شوی دی. نصرت جهان څه کم دوې اونۍ مخکې د خپلې مدرسې سر ښوونکي خلاف د جنسي ځورونې شکایت کړی و.

د جنسي ځورونې خلاف د نصرت جهان غږ پورته کول او له سوځول کېدو پنځه ورځې وروسته د نوموړې مړینه د بنګله دېش محافظه کاره ټولنه کې اوس د تودو بحثونو موضوع ده.

له وژل کېدو مخکې د فینې سیمې اوسېدونکې ۱۹ کلنې نصرت شکایت کړی و، چې د ځايي مدرسې سر ښوونکي خپل دفتر ته وبلله، په نامناسب انداز یې بدن ته لاس وروړ، خو نوموړې وتوانېده له هغه ځایه وتښتي.

بنګله دېش کې ډېرې ښځې او نجونې د شرم له کبله د جنسي ځورونې پېښې پټوي، خو نصرت جهان نه یوازې په دې اړه غږ پورته کړ، بلکې په هماغه ورځ یې د پولیسو مرکز کې رسمي شکایت ثبت کړ.

د بي بي سي څېړنه: افغان ښوونځیو او مدرسو کې د ماشومانو جنسي ځورونه

په دفتر کې کوم حرکتونه جنسي ځورونه بلل کېږي؟

جنسي ځورونه څه ده؟

سوري مېرمنو "د مرستو په بدل کې جنسي ځورونه لیدلې"

د پولیسو مرکز کې له سخت ذهني حالته د وتلو لپاره هغې ته د یوه خوندي چاپیریال ورکولو پر ځای، مرکز کې ناست پولیس افسر پر خپل موبایل ټیلیفون له هغې ویډیويي کلیپ اخیستی دی.

په کلیپ کې د پولیس افسر غږ اوریدل کېږي، چې دا 'کوچنۍ پېښه ' بولي. نجلۍ د اضطراب حالت کې مخ په لاسونو پټوي او پولیس افسر ورته وايي، چې لاسونه له مخه لرې کړي. وروسته دغه ویډیو ځايي رسنیو ته په لاس ورغلې.

د انځور حقوق NURPHOTO/GETTY IMAGES
Image caption زرګونو کسانو له پېښې وروسته مظاهرې کړې

پولیسو له هغه وروسته د مارچ پر ۲۷ د مدرسې سر ښوونکی ونیو، خو له دې وروسته د نصرت جهان لپاره حالت نوره ناوړه بڼه غوره کړه.

ویل کېږي د ځايي سیاستوالو په خوښه د مدرسې دوو طالبانو یو شمېر خلک راټول کړل او په لارو کوڅو کې یې د ښوونکي خوشي کېدو لپاره مظاهره پیل کړه.

دې خلکو پر نصرت تورونه ولګول او کورنۍ یې وايي، خوندیتوب ته یې اندېښمن شول. له پېښې ۱۱ ورځې وروسته نصرت د کلنۍ ازموینې لپاره د اپریل پر شپږمه مدرسې ته لاړه. د هغې ورور محمود الحسن نعمان وايي:

''زه مې له خور سره هلته لاړم، خو په دروازه کې یې ودرولم او ودانۍ ته د ننوتو اجازه یې نه راکوله. که زه له خور سره دننه تللای وای، ښايي هغه څه نه وای شوي، چې وشول. ''

د انځور حقوق SHAHADAT HOSSAIN
Image caption د نصرت جهان ورور د هغې په جنازې کې فریاد کوي

له مړینې مخکې نصرت په رسمي بیان کې وویل:

''یوې ټولګیوالې نجلۍ په پلمه د مدرسې چت ته بوتلم، هلته څلور پنځه کسان ولاړ وو چې برقعې یې اغوستې وې، دوی راته وویل باید د سر ښوونکي خلاف شکایت بېرته واخلم او کله چې مې انکار وکړو، تېل یې راباندې وشیندل او اور یې را پورې کړ"

د پولیسو سیمه ییز مشر بنج کومار مجمدرا وايي:

''هغوی غوښتل پېښه ځان وژنه ښکاره شي، خو کله چې دوی د پېښې له ځایه وتښتېدل او نصرت ژوندۍ وژغورله شوه، پولیسو ته یې له مړینې مخکې معلومات ورکړل، د دوی پلان هم رسوا شو. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نصرت غمجنه کورنۍ

نوموړي پولیس افسر بي بي سي بنګالي څانګې ته وویل، یوه وژونکي د هغې سر په لاسونو نیولی و، چې تیل تویې نه شي او له همدې کبله د هغې سر له سوځل کېدو پاتې شوی و.

کله چې نصرت ځايي روغتون ته ولېږدول شوه، اتیا سلنه بدن یې سوځېدلی و. ځايي ډاکترانو نه شو کولای درملنه یې وکړي او له همدې کبله یې د درملنې لپاره د پلازمېنې ډاکې کالج روغتون ته واستوله.

نصرت په امبولانس کې روغتون ته پر لاره د ورور په موبایل کې د پېښې په تړاو خپلې خبرې ثبت کړې او ویې ویل ''ښايي ژوندۍ پاتې نه شم، خو سر ښوونکي لاس راچولی او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به یې له دغه جرم سره مبارزه وکړم. ''

نوموړې دغه راز د مدرسې د ځینې هغو طالبانو نومونه هم یاد کړي چې پر دې یې برید کړی و. پر ځايي رسنیو د نصرت په اړه رپوټونه خپاره شول او کله چې نوموړې د اپریل پر ۱۰ ساه ورکړه، کلي ته یې د جنازې لپاره زرګونه کسان ورغلي وو.

پولیسو د پېښې په تړاو ۱۵ کسان نیولي چې پر اووه کسانو د نصرت وژنه کې د لاس لرلو تور دی او دوه هغه طالبان دي چې مظاهره یې تنظیم کړې وه.

د مدرسې سر ښوونکی لا هم توقیف کې دی او هغه پولیس افسر چې د نصرت ویډیويي کلېپ یې اخیستې و، بلې ادارې ته تبدیل شوی دی. لومړۍ وزیرې شیخه حسینه واجد د نصرت له کورنۍ سره پلازمینه ډاکه کې لیدلي او ژمنه یې کړې چې ټول ښکېل کسان به محاکمه شي.

د انځور حقوق SHAHADAT HOSSAIN
Image caption زرګونو کسانو د نصرت په جنازه کې ګډون کړی و

د نصرت له مړینې وروسته احتجاجونه شوي او زرګونو کسانو بنګله دېش کې خپله د نصرت پر قضیه او بنګله دېش کې د جنسي ځورونو پېښو مخنیوي پر لارو چارو غوسه څرګنده کړې.

د 'مهیلا پرېشد ' په نامه د ښځو حقونو یوې ټولنې مسئولین وايي، تېر ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش کې د جنسي تېري ۹۴۰ پېښې ثبت شوې دي، خو څېړونکي بیا وايي ښايي د دغسې پېښو اصل شمېر له دې هم ډېر لوړ وي.

ورته مطالب