'' ټرمپ له روسانو سره دسیسه کې شامل نه و''

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د حکومت له پیله دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ویلي، د ځانګړي پلټونکي رابرت مولر څېړنو وموندله چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ د روسیې په لاسوهنو کې شریک نه و.

د ولسمشر ټرمپ حقوقي ډلې د رپوټ پایله د ځان لپاره بشپړه بریا بللې، خو په همدې رپوټ کې راغلي چې ښاغلي ټرمپ د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر د ګوښه کولو هڅه کړې وه.

د رابرټ مولر د پلټنو موخه دا مالومول وو چې ایا ولسمشر ټرمپ او یا هم د هغه ټاکنیز ټیم، د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بري لپاره له روسانو سره په ګډه کومه دسیسه کې برخه اخیستې وه او که نه.

په دې اړه د رپوټ تر خپرېدو لږ وړاندې یوه خبري کنفرانس ته د غږېدو پر مهال، ښاغلي بار وویل د روس دولت له خوا د لاسوهنې په دریو اصلي متودونو کې له یوه سره هم د ولسمشر د ډ‌لې په ګډون د هېڅ امریکایي وګړي ملاتړ نه و.

ښاغلي بار وویل چې د ۴۴۸ پاڼو دا رپوټ دا حکم نه شي کولای چې ښاغلي ټرمپ به د عدالت د پلي کېدو مخه نیولې او که نه.

د انځور حقوق AFP
Image caption لوی څارنوال ویلیم بار ویلي، ټرمپ له روسانو سره همکاري نه ده کړې

د امریکا د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې وروسته له هغه ناندریزې شوې چې پکې د روسیې د پراخې لاسوهنې رپوټونه او ادعاوې رامخې ته شوې.

هغه مهال دېموکراتانو تور لګاوه چې ولسمشر ټرمپ د خپلې سیاسي بریا لپاره له روسانو سره په ګډه دسیسه کې شریک و.

د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر که څه هم په ټاکنو کې د روسانو لاسوهنه نه ردوي، خو ټینګار کوي چې ولسمشر ټرمپ او یا هم د هغه د ټاکنیز ټیم کوم غړي له دوی سره همکاري نه ده کړې.

خو دېموکراتان د رپوټ له پایلو خوښ نه ښکاري، او غوښتنه کوي چې د رابرټ مولر د رپوت اصلي بڼه دې خپره شي.

یاده دې وي چې ولسمشر ټرمپ د حکومت له پیله دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي. د روسیې حکومت هم د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.