ورځپاڼې: دوحې کنفرانس ځنډېدل د امریکا هلو ځلو لپاره شاتګ دی

قطر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې وه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شي.

"نيويارک ټايمز" دوحه کې د افغانانو خپلمنځۍ ناستې په تړاو وايي دا ناسته وروسته له هغه د نامالومې مودې لپاره وځنډېده چې طالبانو وويل د گډونوالو په نوملړ کې د افغان حکومت د استازو شمېر ډېر دى.

ورځپاڼې د غونډې ځنډېدل افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د امريکا هلو ځلو لپاره يو شاته تگ بللی.

د خبرو د سمبالوونکي بنسټ مشر سلطان برکات ورځپاڼې ته ويلي له ټولو غاړو د نه ستومانه کېدونکو او پر ښه نيت ولاړو هلو ځلو سره سره ټولو ته د ونډې پر ورکړې يوۀ گډ پوهاوي ته سره و نه رسېدل. نوموړي ويلي ټولې غاړې د توپيرونو پر لېرې کولو کار کوي.

ورځپاڼه وايي د خبرو ځنډېدل يو ناڅاپي و. د ورځپاڼې په وينا، لسگونو افغان چارواکو چې پنجشنبې ورځ يې قطر ته د سفر تکل کړى و هماغه ورځ سهار وختي پر رسنيو يو نوى خپور شوى نوملړ وليد چې طالبانو ته د نژدې سرچينو له لوري ډاگيز شوى و. وروسته له هغه قطر ته ټيليفونونه وشول او وويل شول د افغان پلاوي سفر نه کېږي.

د ورځپاڼې په وينا افغان حکومت وويل چې د پلاوي نوملړ کې بدلون د منلو نه دى، خو طالبانو بيا هم له دغه پلاوي سره له کتنې انکار کاوۀ.

برتانوۍ "گارډين" ورځپاڼې د يوې افغان مېرمنې کيسه راخيستې چې وايي طالبانو له دې امله په دورو يا متروکو وهلې چې چادرۍ کې يې د دې د سترگو پټولو لپاره جالۍ نه وه. ورځپاڼه وايي دې ښځې سره دا پېښه د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې شوې.

په دغه سيمه کې د ورځپاڼې په وينا طالبان په دغه سيمه کې د سختو شرعي قوانينو د پلي کولو هڅه کوي. گارډين ليکلي دا ښځه چې دوى يې نوم عزيزه ياد کړى يو له څلورو مېرمنو ده چې په دې وروستيو کې له شریعته د سرغړونې په تور د طالبانو له لوري په عام محضر کې په دورو وهل شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېر ځله داسې ادعاوې او ځينې مهال ويډيوگانې مخې ته راغلې چې ظاهراً د طالبانو د ولکې په سيمو کې سړيو او ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکول شوې

دې ښځې ويلي طالبانو يو مارکېټ يا بازار کې وليده چې چادري يې پر سر وه، خو چادرۍ يې د سترگو د پوښلو جالۍ نه لرله، دې ويلي چې طالبانو په دُرو ووهله او بې هوښه شوه.

ورځپاڼه وايي په متروکو د ښځو د وهلو دا پېښې داسې مهال مخې ته راځي چې دا ډله په رسمي ډول هڅه کوي داسې وښيې چې گواکې مېرمنې هم په دغه غورځنگ کې شاملې دي.

که څه هم ډېر ځله داسې ادعاوې او ځينې مهال ويډيوگانې مخې ته راغلې چې ظاهراً د طالبانو د ولکې په سيمو کې سړيو او ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکول شوې، خو په دې تړاو د طالبانو غبرگون نشته چې دغه راز پېښې يې په دغه سيمه کې رد يا تاييد کړې وي.