غلط ګوند ته رایه؛ هندي سړي خپله ګوته پرې کړه

پوون کومار د انځور حقوق YOGESH KUMAR SINGH
Image caption پوون کومار وايي، 'غلط' سیاسي ګوند ته یې رایه ورکړې ده

یو هندی سړی وايي، له هغه وروسته یې خپله ګوته پرې کړه، چې پوه شو روانو ټاکنو کې یې د خپلې خوښې ګوند پرځای بل ګوند ته رایې ورکړ. هند کې له رایې ورکولو وروسته د هر کس پر یوه ګوته د رنګ نښه لګول کېږي.

دغه سړی چې پوون کومار نومېږي په یوه خپره شوې ویډیو کې وایي، غوښتل یې یوه سیمه ییز ګوند ته رایه ورکړي، خو پر رایې پاڼه یې د ډېرو ټاکنیزو نښو تر منځ توپیر ونشو کړلای او په تېروتنه یې واکمن بهارتیه جنتا ګوند 'بي جې پي' ته رایه ورکړې.

پوون کومار د اتر پردېش ایالت په بلند شهر سیمه کې د هند روانو ټاکنو دویم پړاو لپاره د سې شنبې پر ورځ رایه ورکړې. هغه په ویډیويي کلېپ کې د کاندیدانو ټاکنیزو نښو په اړه وايي:

''غوښتل مې فیل ته رایې ورکړم، خو په تېروتنه مې ګل ته رایې ورکړه.''

د غاټول ګل د بي جي ګوند ځانګړې ټاکنیزه نښه ده او د فیل نښه بیا د بهوجن سماج ګوند ته ورکړل شوې ټاکنیزه نښه ده، چې له دوو نورو سیمه ییزو ګوندونو سره د سیمې ټاکنو کې د واکمن ګوند سخت سیالان بلل کېږي.

د ګوندونو لپاره ځانګړې شوې نښې ځکه د هند په ټاکنو کې خورا مهم رول لري چې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د لیک لوست کچه خورا ټیټه ده او د رایې ورکولو پر مهال یې د نالوستو کسانو لپاره د خوښي وړ کاندید ته رایې ورکول اسانوي.

ښاغلی کومار دلېت توکمه دی، چې مخکي ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکی یا ان ټچېبل توکم بلل کېده او د بهوجن سماج ګوند ډېری پلویان د همدې توکم خلک دي.

د سې شنبې ورځې ټاکنیز پړاو د هند پیاوړو سیمه ییزو ګوندونو لپاره خورا مهم بلل کېږي، چې اغېزمن سیمه ییز سیاستوال یې مشري کوي.

دغه ټاکنې به اوو پړاونو کې بشپړې شي، چې د راتلونکې می میاشتې پر ۲۳ مه ورځ به یې رایې شمېرل کېږي. د هند ټاکنو کې ۹۰۰ میلیونه کسان د رایې ورکولو حق لري او له همدې کبله دا په نړۍ کې د ټاکنو تر ټولو ستر دیموکراتیک بهیر بلل کېږي.

اړونده مطالب