د جنازې لپاره مو کله ټېکټ اخیستی؟

کیت د انځور حقوق Wales News Service
Image caption د کیت کاس جنازه به په کارډېف ښار کې کېږي

له سرطان سره د مبارزې یو فعال، چې تر مړینې مخکې یې د خپلې جنازې ټکټونه خرڅول، بلاخره د همدې ناروغۍ له کبله تېره پنجشنبه مړ شوی دی. برتانوی کیت کاس په ۲۰۰۶ کال کې د پروستات په سرطان اخته شوی و، او غوښتل یې چې د خپلې جنازې په پلمه د خیر ښېګڼې یو کار ترسره کړي.

۷۲ کلن کیت کاس د خپلې جنازې له ټکټونو ترلاسه شوې پیسې خپلې خیریه ټولنې ته ورکولې، چې له سرطان سره د مبارزې لپاره یې په ۲۰۰۷ کال کې جوړه کړې وه.

نوموړي په دې شعار چې جنازه به یې له ټولو ښه او بدله وي، پنځه لکه پاونډه راټول کړي وو. د کیت کاس کورنۍ د Red Sock په نامه د هغه د خیریه ټولنې پر فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د کیت اتله مبارزه له بده مرغه پای ته رسېدلې".

د انځور حقوق GALE JOLLY/GEOGRAPH
Image caption کیت کاس غوښتل د ټکټونو په پیسو د سرطان ضد مبارزه وکړي

د کیت کورنۍ له هغو ټولو کسانو مننه کړې چې په تېرو څو اونیو کې یې له دوی سره خواخوږې څرګنده کړې وه. د ښاغلي کیت پلان د و چې د خپلې جنازې لپاره ۵۰۰ ټکټونه خرڅ کړي.

دې ټکټونو بېلابېل نرخونه درلودل، او اخیستونکو ته یې ډوډۍ او مشروبات هم پام کې نیول شوي وو.

کیت په تېره دسمبر میاشت کې د ټکټونو د خرڅلاو پر وخت ویلي وو، کله چې په سرطان اخته شوم نو فکر مې کاوه چې هر څه پای ته ورسېدل. خو وروسته پوه شوم چې په اصل کې مې یو نوی سفر پیل کړی.

کیت کاس د سرطان پر ضد د خپلو هلو ځلو لپاره د انګلستان شاهي کورنۍ لخوا هم په مډال نازول شوی و. د نوموړي جنازه به د وېلز په کارډېف ښار کې ترسره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب