ګوګل د ایران 'پرېس ټي وي' اکونټونه تړلي

د انځور حقوق Mehr
Image caption پرېس ټي وي وايي، وړاندې هم څو ځله د دوی یوټیوب چینل بند شوی دی.

ګوګل شبکې د ایران رسمي انګلیسي ژبې 'پرېس ټي وي' شبکې او اسپانوۍ انګلیسي ژبې هیسپان ټي وي شبکې 'جې مېل او یوټیوب' اکونټونه تړلي دي.

ګوګل وايي دغو ګڼونونو د دوی له مقرراتو سرغړاوی کړی دی.‌

د ګوګل یوه ویاند بي بي سي فارسي ته ویلي: "موږ د یوه چینل د اکونټ په اړه خپل نظر نه څرګندوو، خو ګوګل د هغو اکونټونو په اړه ګام پورته کوي چې د ګټې اخیستو له مقرراتو سرغړونه کوي."

د پرېس ټي وي او هیسپان ټي وي د ګوګل اکونټونه وروسته تر هغه تړل شوي،‌ چې انسټاګرام هم د ایران د سپاه پاسداران د قومندانانو اکونټونه وتړل.

د دغه ګام اخیستو لامل د امریکا له خوا د ترهګرو په لیست کې د دغې ډلې شاملېدل بلل شوي.

ګوګل بي بي سي ته نه دي ویلي چې دغو ایراني شبکو د ګوګل کوم مقررات مات کړي یا یې کومه قانوني سرغړونه کړې ده.‌

پرېس ټي وي وايي، له ګوګل نه یې په دې اړه توضیحات غوښتي، خو تر اوسه یې کوم توضیحات نه دي ورکړي.

په پرېس ټي وي کې د ګوګل له خوا د دوی د اکونټونو د بندېدو په خپاره شوي پیغام کې راغلي: ''ستاسې د ګوګل اکونټ غیرفعال شوی او د موندلو وړ نه دی.‌ ځکه چې د ګوګل له تګلارو په تناقض کې ګټه ترې اخیستل کېده.''

د انځور حقوق Google
Image caption ګوګل د پرېس ټي وي د بندولو په اړه دغه پیغام خپور کړی

پرېس ټي وي وايي، وړاندې هم څو ځله د دوی یوټیوب چینل بند شوی دی.

دغه شبکه وايي، ګوګل مخکې د دوی د اکونټ د بندولو اخطار نه و ورکړی.‌

په وروستیو میاشتو کې،‌ ګوګل، فیسبوک او ټویټر د ایران اړوند کارونکو د اکونټونو د بندولو خبر ورکړی و، په تېره بیا هغه اکونټونه چې د دغو شرکتونو د ادعاوو له مخې، جعلي خبرونه خپروي یا د عمومي افکارو په ګډوډولو کې ونډه لري.

ورته مطالب