د سعودي خویندو تېښته: "د وینځو په څېر چلند راسره کېده"

د عکس سرچینه، Rustavi 2 TV
وفاء او مها السبیعي په جورجیا کې له رسنیو سره خبرو پرمهال
"په پټ مخ مو خواړه چمتو کول... لکه وینځې. نور داسې نه غواړو. ریښتینی ژوند غواړو، موږ خپل ژوند غواړو"، ۲۵ کلنې وفاء چې سعودي نه له خپلې خور سره تښتېدلې دا خبرې کړې دي.
وفاء او د هغې ۲۸ کلنې خور مها السبیعي اوس په جورجیا کې دي او د حکومت له خوا په ورکړل شوې سرپنا کې اوسېږي.
دواړه خویندې هڅه کوي چې په ټویټر کې د (GeorgiaSisters@) ځانګړې شوې پاڼې له لارې نړیوالې ټولنې ته خپل غږ ورسوي.
دغو خویندو له ملګرو ملتونو غوښتي چې یو درېیم هېواد ته د تللو موکې برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.
دغه خویندې ځکه جورجیا ته تښتېدلې چې وايي سعوديان هلته د تللو لپاره وېزې ته اړتیا نه لري.
وفاء ویلي: "ستاسې ملاتړ ته اړې یو. ملاتړ غواړو. داسې هېواد غواړو چې زموږ هرکلی وکړي او زموږ حقونه وساتي".
دواړې خویندې، چې وېره او اندېښنه له ورایه پرې ښکارېده، د پنجشنبې په ماښام جورجیا کې د کډوالو ادارې ته د دغې ادارې له یوه مسؤول سره ولاړې وې.
له سیمه ییزو رسنیو سره خبرو کې دوی ویلي، په جورجیا کې هم د امنیت احساس نه کوي، ځکه چې خپلوان یې هلته هم په اسانۍ موندلی شي.
کله چې دوی په سعودي کې د ګواښونو د لامل په اړه وپوښتلې شوې، ځواب یې دا و "دا ځکه چې موږ ښځې یو."
وفاء وايي: "زموږ کورنۍ به په سعودي کې هره ورځ ګواښلو".

دواړې خویندې، چې وېره او اندېښنه له ورایه پرې ښکارېده، د پنجشنبې په ماښام جورجیا کې د کډوالو ادارې د دغې ادارې له یوه مسؤول سره ولاړې.
د وفاء او مها السبیعي تېښته له سعودي نه د ښځو د تېښتې تازه پېښه ده.
د ۲۰۱۹ کال جنورۍ کې یوه بله ۱۸ کلنه سعودۍ نجلۍ رهف القنون تایلنډ کې ځان بند کړی و او له هوټله یې د وتلو انکار کړی و چې بیا وروسته کاناډا کې پنا ورکړل شوه.
او په تېره مارچ میاشت کې دوې نورې سعودۍ خویندې شپږ میاشتې په هانګ کانګ کې پټې شوې وې، چې ویل یې "له زور زیاتي او رټلو" تښتېدلې دي.