ترکیې د 'خاشقجي وژلو په تړاو دوه اماراتي جاسوسان نیولي'

خاشقجي د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا استخباراتي سازمان په دې اند دی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر ورکړی و، خو سعودي وايي هغه "ملحدو/کافرو عناصرو" قتل کړی.‌

ترکي چارواکو ویلي، د عربي متحده اماراتو دوه جاسوسان یې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور نیولي چې اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

نیول شویو مشکوکو کسانو منلې ده چې د خپل هېواد په ګټه یې جاسوسي کوله.

یوه ترکي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هېواد یې د خاشقجي د وژلو اړوند دوسیه کې د دغو کسانو په اړه څېړنه کوي، په تېره بیا یو مشکوک ترکیې ته له یادې پېښې څو ورځې وروسته رسېدلی دی.

د امریکا استخباراتي سازمان په دې اند دی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر ورکړی و، خو سعودي وايي هغه "ملحدو/کافرو عناصرو" وژلی.

ترکي چارواکي وايي، نیول شوي کسان ترکیې ته له رسېدو وروسته تر شپږو میاشتو څارل کېدل چې بالاخره استانبول کې ونیول شول:

"موږ دا څېړو چې ومومو ایا هېواد ته د دوی راتګ له پېښې سره کوم تړاو لري او که نه.‌"

دغه ترکي چارواکي د خپل هویت نه ښودلو په شرط ویلي، د نیول شویو مشکوکو کسانو خبرې ښيي چې د دوی فعالیت د سیاسي مخالفانو په اړه جاسوسي وه.‌

عربي متحده امارات د سعودي عربستان ډېر نژدې او باوري ملګری دی چې په ۲۰۱۷ کال دواړو هېوادونو له قطر سره د دیپلوماتیکې ترینګلتیا پرمهال له یو بل سره همکاري وکړه.

څلورو عربي هېوادونو پر قطر بندیز ولګاوه: سعودي، بحرین، مصر او اماراتو.

دغو هېوادونو قطر د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی و چې قطر دا ادعا ځو ځلې رد کړې وه.

تر اوسه د خاشقجي په وژنه کې د اماراتو د لاس لرلو په اړه کره ثبوتونه نه شته.‌

ورته مطالب