دوو مارانو د لایبریا ولسمشر له دفتره وتلو ته اړ کړ

جورج ویه د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۰۶ کال د ولسمشر دفتر وسوځېد، چې له هماغه راهیسې د ولسمشر دفتر د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې دی.

بي بي سي ته ویل شوي، د لایبریا د ولسمشر جورج ویه په دفتر کې دوو تورو مارانو نوموړی اړ کړ چې له خپله کوره چارې مخته بوځي.

د لایبریا د ولسمشرۍ دفتر مطبوعاتي سلاکار سمیت ټوبي بي بي سي ته د تېرې چارشنبې په ورځ وویل، دوه تور ماران د ولسمشر په رسمي دفتر کې، چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې پروت دی، پیدا شول.

د دفتر ټولو کارکوونکو ته تر دوشنبې (اپریل ۲۲مه) پورې ودانۍ ته د نه ننوتلو امر شوی.

په ۲۰۰۶ کال د ولسمشر دفتر وسوځېد، چې له هماغه راهیسې د ولسمشر دفتر د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې دی.

ښاغلي ټوبي ویلي: "پر دې ودانۍ ډېر کلونه تېر شوي او د فاضلابو سیستم له کبله ډېره شونتیا شته چې د مار په څېر حیوانات دې ودانۍ ته ننوتلي وي."

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار ویلي، ولسمشر به خامخا د دوشنبې په ورځ خپل اصلي دفتر ته ستون شي.

ټوبي زیاتوي: "ماران تر اوسه نه دي وژل شوي. کوم ځای کې کوچنی غار شته چې دوی بېرته پرې ننوتلي دي."

پولیس او د ولسمشرۍ ګارډ پلازمېنه منرویا کې د ولسمشر د استوګنې ساتنه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب