د سودان پرځول شوي ولسمشر کور کې د پیسو انبار موندل شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمر البشیر ټیک درې لسیزې د سودان ولسمشر پاتې شوی

د سودان قضايي سرچینې وايي، د پرځول شوي ولسمشر عمر البشیر په کور کې د څه باندې ۵ میلیارده سوداني پونډو '۱۰۵ میلیون ډالر' ، ۶ میلیون یورو او ۳۵۱ زره ډالرو کڅوړې موندل شوې. دا پیسې د ګولیو ساتلو په خلتو کې ځای پرځای شوې وې.‌

د سودان عدلي او قضايي سرچینې رویټرز ته ویلي، ددغو پیسو په موندل کېدو سره به پخوانی ولسمشر د پیسو د سپینولو په تور ونیول شي.

په سودان کې له فساد سره د مبارزې د کمیسیون یوه غړي بي بي سي ته ویلي، پولیسو او استخباراتو د ښاغلي البشیر استوګنځی پلټلی دی.

دوی وايي، ددغو پیسو په اړه به لویه څارنوالي څېړنه کوي.

د سودان پوځ د اپریل پر ۱۱مه په هېواد کې له څو میاشتو عمومي اعتراضونو وروسته عمر البشیر له واکه لیرې کړ او کورناستی شو.

نوموړی ټیک درې لسیزې د سودان ولسمشر پاتې شوی چې اوس د "کبار" په نامه په ټینګ امنیتي زندان کې ساتل کېږي.

د سودان لاریونونه په تېره دیسمبر میاشت کې لومړی په ژوندانه کې د توکو د بیو لوړوالي په اعتراض پیل شول چې وروسته لاریونیانو د ولسمشر لیرې کېدو خبره راپورته کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption البیشیر د پلازمېنې خرطوم ټینګ امنیتي کابر زندان ته استول شوی

‌پوځ په سودان کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړ.‌

ډېری لاریونیانو په سودان کې د پوځي واکمنۍ ختمېدو غوښتنه کوله او ژر یې د نا پوځي ولسمشر راتلل غوښتل.

په سودان کې له دیرش کلنې واکمنۍ وروسته د عمر البشیر له واک لرې وروسته داسې ښکاري چې واکمنه پوځي شورا تر فشار لاندې ده چې د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني.

وروسته له هغه چې اعتراض کوونکو خبر داری ورکړ چې غواړي په نژدې راتلونکې کې یو ملکي حکومت رامنځته کړي، د سودان دولتي خبري اژانس سونا رپوټ ورکړی چې لوی څارنوال الولید سید احمد یو کمیسیون جوړ کړی چې د مالي درغلۍ او جنايي ادعاوو په اړه څېړنه وکړي.

دا پرېکړه لږ وروسته له هغه شوې چې واکمنۍ پوځي شورا د مالي درغلي یوه کمېټه وټاکله او دې کمیټې د مخکني ولسمشر عمر البشیر له کوره څه باندې یوولس او دېرش میلیونه ډالر تر لاسه کړل.

'لوی څارنوال جرمونو کې شریک دی'

دغه راز لوی څارنوال د ملي امنیت د هغو کارکوونکو قانوني خوندیتوب لغوه کړی چې د یوه ۳۶ کلن لاریون کوونکي ځوان په وژلو تورن دي. خو د سودان د متخصصینو د ټولنې ویاند محمد الاسباط چې په لاریونونو کې لویه ونډه لري وايي لوی څارنوال په خپله د جرمونو شریک دی:

"طبیعي خبره ده چې د عدالت لپاره هر ګام د بدلون او ازادۍ غورځنګ له خوا د منلو دی، خو واکمنه پوځي شورا په دې کار سره غواړي د نور فشار مخه ونیسي دغه شورا د دا ډول پرېکړو واک نه لري، ځکه هوکړه شوې چې پوځي شورا به یوازې د ولسواکۍ د ساتلو دنده لري.

بله مهمه خبره داده چې پر لوی څارنوال هم شک دی، همدا لویه څارنوالي وه چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې پر لاریون کوونکو د مرمیو چلولو اجازه ورکړې وه."

د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریونیانو ژمنه کړې تر هغو به له واټونو نه ستنېږي چې واک له پوځه ملکي مشرتابه ته نه وي سپارل شوی

تمه ده چې د سودان د مختصصینو ټولنه په ځايي وخت نن ماښام په یوه خبري غونډه کې د راتلونکې حکومت په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دغې ټولنې ګواښ کړی که پوځي شورا ملکي کسانو ته واک ونه سپاري نو دوی به په خپله ملکي منځمهالی حکومت اعلان کړي.

له بهره هم پر پوځي شورا فشار دی چې واک ملکي ادارې ته وسپاري، په دې لړ کې د افریقايي ټولنې مشر موسی فقیه له پوځي شورا او اعتراض کوونکو سره وکتل.

له دې وړاندې او له واک د عمر البشیر له ګوښه کولو وروسته افریقايي ټولنې پوځي شورا دوه اونۍ وخت ټاکلی و چې په دې موده کې واک ملکي ادارې ته تسلیم کړي. ‌

ورته مطالب