امریکايي میلیاردره په جنسي سوداګرۍ تورنه شوې

کلیر برونفمان خپله ګناه منلې ده د انځور حقوق Reuters
Image caption کلیر برونفمان خپله ګناه منلې ده

امریکايي میلیاردره کلیر برونفمان منلې ده چې د 'نکسیام' ډلې په ګټه یې د ښځو برمته کولو او له هغوی نه د جنسي ګټې اخیستو او پر انسانانو سوداګري کولو کې 'جرم' کړی دی.

۴۰ کلنه کلیر چې د الکولي څښاک د تولید "سیګرام" ډلې مشره ده، تورنه ده چې تر ۱۰۰ میلیون ډېر ډالر یې د نکسیام ډلې د تمویل لپاره ځانګړي کړي وو.

دغې شتمنې امریکایۍ پرې دوه لګول شوي تورونه منلي: له ناقانونه کډوالو په ګټې اخیستو یې هغوی برمته کړي او د خپلې مالي ګټې لپاره یې کارولي او په جعلي پېژندپاڼو یې هغوی په کار ګومارلي.

برونفمان بروکلین کې د محاکمې پرمهال خپل ګناه منلې او وايي چې په کړي کار یې "رښتیا هم پښېمانه" شوې ده.

دا زیاتوي: "په دې نړۍ کې مې د خیر کار هوډ درلود چې له خلکو سره مرسته وکړم خو پوه شوم چې ګناه مې کړې ده".

په دې قضیه کې له هغې سره شپږ نور کسان هم تورن شوي دي.

د راتلونکې جولای میاشتې پر ۲۵مه به د هغې په اړه وروستۍ پرېکړه کېږي، که مجرمه ثابته شي، تر ۲۵ کلونو بندي کېدای شي.

نکسیام ډله څوک ده؟

نکسیام Nxivm ډلې په ۱۹۹۸ کال خپل کار پیل کړی چې ظاهراً یې د ځان ظرفیت لوړولو کې د مرستندویه پروګرامونو مخته وړل پیل کړي وو، دا ډله وايي له څه باندې ۱۶ زره کسانو سره یې کار کړی دی.

کلیر برونفمان وايي له خیریه کارونو سره مینه لري، اس سپرېدل او پر اسونو ټوپ وهل یې خوښېږي. نوموړې د یوه کاناډايي سوداګر ادګار برونفمان لور ده چې شتمني یې شاوخوا ۲٫۶ میلیارد ډالره وه.

نوموړې د نکسیام شرکت اجرایوي مشرانو د شورا غړې هم وه.

دا تور هم پرې لګول شوی چې میلیونونه ډالر یې دغې ډلې ته د جعلي پېژندپاڼو پېرلو لپاره ورکړي.

د انځور حقوق KEITH RANIERE CONVERSATIONS/YOUTUBE
Image caption د رانییر یوې دفاعي ډلې ویلي، چې ښځو له هغه سره په خوښه او اتفاق جنسي اړیکې نیولې.

بروفمان هڅه کړې چې له محکمې سره د مالي غرامت ورکولو یوه هوکړه کې ۶ میلیون ډالر ورکړي او تر ۲۷ یا کمو میاشتو پورې د هغې د بندي کولو په اړه استیناف محکمه ونه شي.

د نکسیام ۵۸ کلن مشر رانییر تېر کال په مکسیکو کې ونیول شو، پر هغه تور و چې له انسانانو په ګټې اخیستو د جنسي سوداګرۍ لوی کاروبار کوي.

د رانییر یوې دفاعي ډلې ویلي، چې ښځو له هغه سره په خوښه او اتفاق جنسي اړیکې نیولې.

پر هغه دا تور هم دی چې له ماشومانو سره یې ناوړه چلند کړی، خو دی دا تور ردوي.