سري لنکا بریدونه؛ د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی

سري لنکا د انځور حقوق LAKRUWAN WANNIARACHCHI/AFP
Image caption د مړو شمېر تر ۲۰۰ کسانو اوښتی دی

د سري لنکا پر کلیساوو او هوټلونو چاودنو کې د رپوټونو له مخې لږترلږه ۲۰۷ کسان وژل شوي او څلور سوه نور ټپیان دي. په کولمبو کې د روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کې لږ تر لږه ۲۷ بهرنیان دي.

رپوټونه وايي، لږ تر لږه اته بمي بریدونه شوې دي. درې چاودنې په کوچچیکاډ نیګومبو او بټیکالوا کې د عیسویانو د ځانګړي اختر 'ایسټر' پرمهال پر کلیساوو شوې دي.

درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو پر هوټلونو شوې دي. د یکشنبې ورځې ایسټر مراسم په عیسوي کلیزه کې تر ټولو لوی مراسم ګڼل کېږي.

د سري لنکا چارواکي وایي، د بریدونو په تړاو یې تر دې دمه ۷ کسان نیولي دي. حکومت په ټول هېواد کې د شپې لخوا د ګرځبندیز اعلان کړی، ځکه د نورو بریدونو وېره هم شته.

ویل کېږي چې پر فېسبوک او وټس اپ بابندې هم محدودیتونه لګول شوي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دا په سريلنکا کې تر ټولو خونړۍ چاودنې بلل شوې

په سري لنکا کې اوه سلنه وګړي عیسویان دي.

پولیس وايي، د لومړي وزیر استوګنځي ته څېرمه پر یوه مشهور هوټل چاودنه کې لږترلږه یو کس وژل شوی. پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د یوې کلیسا چت نړېدلی او غولی یې په وینو لړلی دی.

غبرګونونه:

په واتیکان کې د ایسټر په دودیزو مراسمو کې د وینا پرمهال د عیسویانو مشر پاپ فرانسیس په سري لنکا کې بمي بریدونه وغندل او هغه یې ظالمانه تاوتریخوالی وباله.

هغه ټولو شویو خلکو ته وویل، له هغو عیسویانو سره چې په سري لنکا کې د وژل شویو ویر کوي، ځان نژدي احساسوي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د سري لنکا ولسمشر ته لیکلي "دا هیښوونکې ده چې د ایسټر لپاره پر ټولو شویو خلکو په لوی لاس داسې بریدونه وشول."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوه ټویټ کې ویلي "موږ په کلکه دغه کرغېړن اعمال غندو او د سري لنکا له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوو."

د انځور حقوق Getty Images

د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سنچیز په یوه ټویټ کې ویلي "ترهه او بربریت به هېڅکله موږ مات نه کړي."

د اروپايي کمیسیون مشر یانکلوډ ینکر ویلي "په ډېر خواشینۍ په سري لنکا کې د بمي بریدونو نه خبر شوم چې د ګڼو خلکو وژند یې ترې اخیستی، د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندونو او موږ مرستې او ملاتړ ته چمتو یو."

د سري لنکا د مسلمانانو شورا هم دا برید غندلی دی. دغې شورا ویلي، ''موږ د خپلو هغو مسلمانو عیسوي وروڼو او خویندو پر عبادتځیو بریدونه غندوو چې د ایسټر د اختر رخصتۍ کې راغونډ شوي وو. د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښیو''.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه بريد په ټول بشریت برید بللی. هغه په یوه ټویټ کې ليکلي:

"په سری لنکا کې پر ايسټر ترهګریز برید په کلکو ټکو غندم. دا په ټول بشریت بريد دی. د ترکیې د خلکو په استازولۍ د قربانیانو کورنيو او د سری لنکا خلکو ته د ډاډګیرینې مراتب وړاندې کوم او هیله لرم چې ټپیان ژر روغ شي".

د هوايي ډګر امنیت ټینګول

د سری لنکا لوی نړیوال هوايي ډګر په ګډون په هېواد کې امنیتي تدابیر ټینګ شوي دي.

یوه حکومتي وزیر مانو ګنیشان په سیمه کې خبریالانو ته ویلي، د کولمبو چاودنې دوی بوږنولي دي. ځینو رسنیو د حکومت له خوا د اعلان شوې مرګ ژوبلې پر تله د وژل شویو شمېر ډېر ښودلی دی.

کولمبو کې د بي بي سي خبریال اعظم امین وايي: "په ۲۰۰۹ کال د تامیل پړانګانو له منځه وړلو راهیسې، سري لنکا کې دا لومړني خونړي بریدونه دي. په لویو ښارونو کې امنیتي تدابیر ټینګ شوي چې د نورو ممکنه بریدونو مخه ونیول شي. په هېواد کې وېره خپره شوې ده."

تر اوسه د دغو بمي بریدونو مسؤولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کلیسا کې چاودنه

د پوهنې وزارت د دغو بریدونو له کبله په ټول هېواد کې ښوونځي د دوو ورځو لپاره رخصت کړي دي. د ټولو پولیسو او امنیتي کسانو رخصتۍ هم لغوه اعلان شوې دي.

'زړه بوږنوونکې صحنه'

د سري لنکا ولسمشر مېتریپالا سیریسینا په یوه خبرپاڼه کې پر خلکو غږ کړی چې ارام پاتې او له چارواکو یې غوښتي چې په پلټنو کې همکاري وکړي.

د مالیې وزیر منګالا سماراویرا پر ټویټر لیکلي، دا د وژلو لپاره همغږي بریدونه ښکاري چې "ګڼ بې ګناه خلک پکې وژل شوي."

یوه بل وزیر هرشا دي سیلوا په کوچچیکاډ کې د چاودنې صحنه "زړه بوږوونکې" بللې ده چې په وینا یې، "هر ځای مړي پراته وو".

داسې وېره هم شته چې ښايي سري لنکا ته د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې جنګیالي ورستانه شوي وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب