ورځپاڼې: سعودي او اماراتو د کابل پرونی برید وغانده

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د کابل د پروني برید په اړه لیکلي دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې په قطر کې له طالب استازو سره د افغان سیاستوالو غونډه لغوه شوه.

اماراتۍ ورځپاڼې الاتحاد لیکلي متحده عربي امارات په کابل کې پرونی ترهګریز برید غندي. ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې وینا پاڼې په حواله رپورټ ورکړی چې متحده عربي امارات دا ترهګریز برید او جرم چې له دیني او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی او د افغانستان ثبات او امنیت ګډوډول یې هدف و، غندي.

ورځپاڼه لیکي متحده عربي امارات له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دا ډول بشری ضد او غیر اخلاقي بریدونو د مخنیوي لپاره سره یو لاس شي.

سعودي عرب هم په کابل کې پرونی برید غندلی، عکاظ ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سعودي عربستان د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په مقابل کې د ورور هېواد افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د کابل د پروني برید په اړه لیکلي دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې په قطر کې له طالب استازو سره د افغان سیاستوالو غونډه لغوه شوه.

ورځپاڼه لیکي دا برید داسې مهال کیږي چې امریکايي چاروکو او طالبانو یوه جوړجاړي ته نږدې شوي دي، خو طالبان لا هم له حکومت سره له خبرو انکار کوي.

د ګارډین په وینا دا چې په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری روان دی نو دې مسالې سولې ته رسېدل هم پېچلي کړي او په عین وخت کې داسې هیلې هم شته چې په نژدې راتلونکې کې په قطر کې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو غونډه جوړه شي.

ورځپاڼه د طالبانو له خوا د پسرلنیو بریدونو له اعلان سره د پروني برید په تړاو لیکي چې که څه هم طالبانو ویلي چې دغه برید کې لاس نه لري نو دا برید یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې طالبانو د نویو بریدونو اعلان وکړ.

ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح له ناټو سره د روسیې دفاعي سیسټم ایس څلور سوه پرسر د رامنځته شوې لانجې په اړه لیکلي چې ترکیه چمتو ده ددغه سیسټم په اړه د ناټو او نورو ائتلافي هېوادونو اندیښنو ته ځواب ووايي او ترکیه تمه لري چې د دغو هېوادونو له خوا په دې برخه کې ورسره همکاري وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډیلي صباح ورځپاڼې په دې مطلب کې د ایس ۴۰۰ پرسر د رامنځته شوې ستونزې مسؤولیت د امریکا پر غاړه اچولی او زیاتوي ترکیې غوښتل په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا دفاعي سیسټم پټریوټ وپېري، خو کانګرس ترکیې ته ددغه سیسټم له ورکولو سره مخالفت وکړ

ورځپاڼه لیکي ترکیه دغه سیسټم ته اړتیا لري ځکه په دې وروستیو کې کلونو کې وضعیت داسې بدلون موندلی چې ایس ۴۰۰ سیستم ته د ترکیې اړتیا په ډاګه کوي او په دې موده کې له ملګرو هېوادونو سره د ترکیې پر دې اړتیا خبرې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي ترکیه له امنیتي ننګونو سره مخامخ ده، په تېره له سوېلي لوري چې سوریه موقعیت لري او جګړه په کې روانه ده.

دا ترکۍ ورځپاڼه لیکي چې د ناټو سازمان غړو هېوادونو او په تېره امریکا د ترکیې دې اړتیا ته پام ونکړ او ویې نه شوای کولای چې ترکیې ته د اړتیا سره سم دفاعي سیسټم ورکړي نو ترکیه اړ شوه چې د خپل ځان ددفاع لپاره له نورو هېوادونو سیسټم تر لاسه کړي.

ډیلي صباح ورځپاڼې په دې مطلب کې د ایس ۴۰۰ پرسر د رامنځته شوې ستونزې مسؤولیت د امریکا پر غاړه اچولی او زیاتوي ترکیې غوښتل په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا دفاعي سیسټم پټریوټ وپېري، خو کانګرس ترکیې ته ددغه سیسټم له ورکولو سره مخالفت وکړ او د ورځپاڼې د ادعا له مخې امریکا هغو ترهګرو ډلو سره یې د وسلو مرسته جارې وساتله چې پر ترکیې یې بریدونه کول.

ورته مطالب