هندۍ هوايي شرکت د پېسو له نشتوالي سره مخامخ دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هندی هوايي شرکت د پېسو له نشتوالي سره مخامخ دی

د هند يو مخکښ هوايي شرکت، جېټ اېروېز، د پېسو له نشتوالي سره مخامخ دی. تر اوسه نه دی توانېدلی چې بېړنۍ پانګه را ټوله کړي او ځان له کړاوه وباسي نو مجبور شوی چې خپلې ټولې الوتنې وځنډوي. د بي بي سي پنجابۍ څانګې همکاران، د جېټ اېروېز په وروستۍ الوتنه کې وو، چې له امرتسره يې - ممبۍ ته سفر کاوه.