ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین ولسمشر وټاکل شو

زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ولودمیر زېلېنسکي هېڅ ډول سیاسي تجربه نه لري

تلویزیوني ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د ټاکنو په دویم پړاو کې بریالی شوی او د دې هېواد راتلونکی ولسمشر به وي. نارسمي پایلو ښودلې چې نوموړي ۷۰ سلنه رایې ګټلي. ښاغلي زېلېنسکي د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم د ۳۹ کاندیدانو په ډله کې تر ټولو ډېرې رایې اخیستې وې.

ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د تلویزیون یوه پېژندل شوې څېره ده او په یوه مشهوره سیاسي طنزیه ډرامه کې د یو داس کس رول لوبوي چې په ناڅاپي توګه د هېواد ولسمشر ټاکل کېږي.

په دویم پړاو کې نوموړی له اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو سره مخامخ و. ښاغلي پوروشېنکو خپله ماته منلې ده، خو په کیف کې یې خپلو پلویانو ته ویلي، سیاست به نه پرېږدي.

په اوکراین کې ولسمشر د امنیت، دفاع او بهرنۍ پالیسۍ برخو کې پراخ واکونه لري. ولودمیر زېلېنسکي یکشنبه د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته خپلو پلویانو ته وویل:

"زه به هېڅکله هم تاسې نهیل نه کړ. زه لا رسماً نه یم ولسمشر شوی، خو هغو ټولو هېوادونو ته چې پخوا د شوروي اتحاد برخه دي وایم، موږ ته دې وګوري. هر څه شوني دي".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اوسني ولسمشر پېترو پوروشېنکو یوازې ۲۵ سلنه رایې ګټلې دي

که د ټاکنو رسمي پایلې هم په همدې ډول پاتې شي نو ښاغلي زېلېنسکي به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ولسمشر وي.

په دویم پړاو کې د ده سیال او اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو ۲۵ سلنه رایې ګټلې دي. ملیاردر پوروشېنکو په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه ولسمشر شو چې پاڅونوالو د هغه مهال روس پلوه حکومت را وپرځاوه.

ولودمیر زېلېنسکي هېڅ ډول سیاسي شالید یا تجربه نه لري، او د کمپاین عمده شعار یې دا و چې دی د نورو کاندیدانو په څېر نه دی.

شنونکي وایي، د اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو لپاره دا یو سیاسي شرم دی چې ولس د ده پر ځای یو ټوکمار ته رایه ورکړه.

خو دوی دا خبرداری هم ورکوي چې د جشنونو او شعارونو وخت به ډېر ژر پای ته ورسېږي، او د ټوکمار ولسمشر لپاره حکومت کول او نظام چلول به دومره اسانه نه وي.