''د سري لنکا بریدونو کې بهرنۍ شبکې لاس لري''

سریلانکا د انځور حقوق Reuters

د سري لنکا حکومت یوه ځایي اسلامپاله ډله د 'توحید ملي جماعت ' پر کلیساوو او هوټلونو په ځانمرګو بریدونو تورنه کړې چې د یکشنبې په ورځ یې ۲۹۰ تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. په کولمبو کې د روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کې لږ تر لږه ۲۷ بهرنیان دي.

د حکومت یوه وزیر راجیتا سینا راتني وویل نه پوهېږي چې یوه سیمه ییزه ډله له نړیوالې مرستې پرته څنګه دا ډول بریدونه کولی شي.

چارواکي وايي د استخباراتي رپوټونو له مخې بهرني ترهګر سازمانونه د سیمه ییزو ترهګرو ترشاه دي او ښايي ولسمشر په دې برخه کې له نورو هېوادونو هم د مرستې غوښتنه وکړي.

دغه راز اوس په ډاګه شوې چې د نړیوالو استخباراتي ادارو له خوا له وړاندې ګواښنې رسېدلې وې خو وایي چې دغه معلومات صدراعظم رانیل ویکریمي سینګهـ ته رسول شوي نه وو.

اخوا پولیسو د یکشنبې د ورځې له بریدونو سره په تړاو ۲۴ کسان نیولې او ولسمشر په ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د سري لنکا اوه سلنه وګړي عیسویان دي او دا بریدونه د عیسویانو د اختر یا ایسټر نمانځنې پرمهال شوي.

کولمبو کې له دې بریدونو د شپې له خوا ګرځبندیز و او ملي ماتم هم اعلان شو.

بریدونه څنګه وشول؟

د انځور حقوق AFP

د چاودنو لومړنی رپوټ د یکشنبې په ورځ ځايي وخت ۸:۴۵ ورکړل شو او ویل کېدل په لنډ وخت کې شپږ چاودنې وشوې.

درې چاودنې په کوچچیکاډ، نیګومبو او بټیکالوا کې د عیسویانو د اختر 'ایسټر' پرمهال پر کلیساوو وشوې.

درې نورې چاودنې هم د پلازمېنې کولمبو په هوټلونو کې وشوې.

تر دې ها خوا د دوو نورو چاودنو رپوټ هم ور کړل شو، چې یوه د کولمبو ختیځ او اتمه چاودنه بیا د کولمبو په دیماټوګوډو ولسوالۍ کې د پولیسو د چاپې پر مهال وشوه چې درې سرتېري هم په کې ووژل شول.

د یکشنبې په ورځ ناوخته هوايي ځواکونو وویل چې د پلازمېنې کولمبو په لوی هوایي ډګر کې یې باروت موندلي او شنډ کړي دي.

بریدګر څوک وو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سریلانکا پر یوه کلیسه شوی برید

حکومت یوه ځایي اسلامپاله ډله د توحید ملي جماعت پر کلیساوو او هوټلونو په ځانمرګو بریدونو تورنه کړې چې د یکشنبې په ورځ یې ۲۹۰ تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

حکومت باور لري چې ځانمرګي هم په دې بریدونو کې کارول شوي دي.

د یکشنبې په ورځ ناوخته صدراعظم رانیل ویکریمي وویل، دا به څېړل کېږي چې د دې بریدونو په هکله د لومړنیو استخباراتي معلوماتو له مخې ولې عمل ونه شو.

''موږ باید وګورو چې ولې مخنیوونکي ګامونه پورته نه شول، نه زه او نه هم کوم وزیر په دې هکله خبر شوی دی. خو اوس لومړیتوب دا دی چې بریدګر ونیول شي. ''

حکومت له خلکو غوښتي چې ارام اوسي، ځکه چې پلټنې روانې دي.

داسې رپوټونه هم دي چې سری لنکا کې د خواله رسنیو ځینې شبکې ځکه تړل شوې چې د ناسمو مالوماتو خپرېدو مخنیوی وشي.

د نړۍ غبرګون

د انځور حقوق Reuters
Image caption سریلانکا کې نږدې یو نیم میلیون عیسویان اوسي.

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو له سري لنکا سره خواخوږي ښودلې ده.

پاپ پرانسېس دا بریدونه غندلي او بوږنوونکی تاوتریخوالی یې بللی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د برید غندلو سره هیله ښودلې چې مسوولین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي او پاکستاني سیال یې عمران خان هم له سري لنکا سره خواخوږي ښودلې ده.

د برتانیا لومړۍ وزیرې هم ټوېټ کې پر کلیساوو او هوټلونو بریدونه بوږنوونکي بللي دي.

د سري لنکا تاریخ

سري لنکا کې پر ۲۰۰۹ کال کې تر کورنۍ جګړې پای ته رسېدو وروسته د یکشنبې ورځې بریدونه دغه هېواد کې تر ټولو خونړي دي.

دا کورنۍ جګړه د تامیل پړانګانو په ماتې ختمه شوه چې د تامیل لږکیو له پاره یې د جلا هېواد جوړېدو په خاطر ۲۶ کاله جګړه وکړه.

ویل کېږي دغه جګړه کې تر اویا یا اتیا زره کسان وژل شوي دي.

سري لنکا کې د ۲۰۱۸ کال له مارچ راهیسې بودايي مذهبه د مسلمانانو پر جوماتونو او جایدادونو بریدونه کوي.

د مذهب له مخې د سري لنکا وګړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption کلیسا کې د مریم مجسمه

د وروستیو شمېرو له مخې د سري لنکا تر ټولو لوی مذهبي ګروپ تراویدا بودیان دي چې ۷۰.۲ سلنه کېږي.

دې مذهب ته د سري لنکا قوانینو کې هم لومړی ځای ور کړل شوی دی.

۱۲،۶ سلنه وګړي یې هندوان او ۹،۷ سلنه مسلمانان دي.

د ۲۰۱۲ کال شمېرې ښيي چې سري لنکا کې ۱،۵ میلیونه عیسویان هم دي چې اکثره یې کاتولیک مذهبه دي.