افغان کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د انځور حقوق ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د کرېکټ نړیوال جام د مۍ له ۳۰ د جولای تر ۱۴ د برتانیا په انګلېنډ او وېلز کې کېږي.

افغانستان دویم ځل لپاره د پنځوس اوره لوبو د کرېکټ نړیوال جام کې لوبېږي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزی وايي، نړیوال جام کې ډېرې پیاوړې لوبډلې لوبيږي، خو هیله شته چې افغان لوبډله هم ډېره ښه وځلیږي.

کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ وایی، د نړیوال جام لپاره یې لوبډله په تېرو شپږو میاشتو کې د لوبغاړو فټنس او لاسته راوړنو ته په کتو غوره شوې ده:

"دا لوبډله د هغو ۲۳ لوبغاړو له منځه غوره شوې چې اوسمهال په سویلي افریقا کې پر تمریناتي کمپ او لوبو بوخت دي".

په دې پنځلس کسیزه لوبډله کې"ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ" شامل دي.

کریم جنت، اکرام علیخېل او سید شېرزاد د درېیو احتیاطي لوبغاړو په توګه اعلان شوي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی وایي، د غوراوي کمېټې د مشر په توګه یې دا مسوولیت و چې یوه ډېره پیاوړې لوبډله غوره کړي:

"په مخ کې مې خنډونه هم موجود وو، خو موږ ترې غوره لوبغاړي انتخاب کړي. تر ډېره مو د دوی تجربې، د لوبې توازن، اقلیم او د لوبغاړو فام ته لومړیتوب ورکړی دی؛ نو هیله لرم چې غوره شوې لوبډله به له کومې وېرې پرته ډېره ښه ولوبېږي او هر لوبغاړی به له ځانه ډېره وړتیا وښيي".

لوبډلې ته د حمید حسن ستنېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حمید حسن له څو کلونو راهیسې پښه کې د درد له امله له لوبېدو پاتې و.

تېز توپ اچوونکی حمید حسن ‌‌‌‌‌‌ډېره موده پس لوبډلې ته را ستون شوی، خو شاهپور ځدراڼ نه دی اخیستل شوی.

د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزی د حمید حسن په هکله وایي:

"له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزوو".

د افغانستان لومړنۍ لوبه

افغانستان لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره لري.

د کرېکټ بورډ د چارواکو په خبره، نړیوال جام لوبې د لیګ په بڼه ترسره کېږي او هره لوبډله به د نهو نورو لوبډلو سره د لوبېدو چانس لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب