د اوکرایین نوی ولسمشر او نوې هیلې

د اوکرایین نوی ولسمشر او نوې هیلې

په اوکرایین کې ویلادیمیر زېلېنسکي پخوا پر تلویزیون د یوه رښتیني ولسمشر رول ادا کاوه خو نن، دی په خپله ولسمشر دی.

ټولې رایې شمېرل شوې دي او ښيي چې ښاغلي زېلېنسکي د ۷۳ سلنه رایې ګټلې دي.

د ده له بریا وروسته، دغه ۴۱ کلن غږ وکړ چې د اوکرایین په ختیځ کې دې د روسانو په ملاتړ بېلتون پالو سره نوی اوربند وشي. کرېملېن له وړاندې لا د ده د ټاکل کېدو هرکلی کړی او وايي دا یو فرصت دی چې له اوکرایین سره به یې اړیکې ښې شي. نور جزییات په دې رپوټ کې.