د حزب الله مالي سرچینو وچولو پرسر د امریکا ۱۰ میلیون ډالر جایزه

حزب الله د انځور حقوق AFP/getty
Image caption امریکا په ۱۹۹۷ کال حزب الله یوه ترهګره ډله وبلله چې په وینا یې،‌ د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، پیسې، وسلې او روزنه ورکول کېږي.

امریکا اعلان کړی، چې د لبنان حزب الله ډلې د تمویلوونکو سرچینو په اړه چې کره معلومات ورکوونکو ته ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.

امریکا دا ګام داسې مهال اخیستی،‌ چې په لبناني حکومت کې د حزب الله ډلې د رول او نفوذ ډېرېدو په اړه د واشنګټن اندېښنې ډېرې شوې دي.

همدارنګه، دغه ډله د سوریې په ملېشو کې ډېر نفوذ لري چې له کلونو راهیسې یې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کړی او په یمن کې د حوثیانو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مایکل ایوانوف وویل، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د حزب الله د مالي سیستم او هغو کسانو په اړه دقیق معلومات ولري چې دغه ډله اداره کوي او یا مالي ملاتړ ورته چمتو کوي.

امریکا په ۱۹۹۷ کال حزب الله یوه ترهګره ډله وبلله چې په وینا یې،‌ د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، پیسې، وسلې او روزنه ورکول کېږي.

امریکا ایران هم د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې راوستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې کسان د حزب الله اصلي تمویلوونکي دي.‌

امریکا وايي، سوداګر یوسف شراره له دغو کسانو یو دی، چې په وینا یې "میلیونونه ډالر یې په لوېدیځه افریقا کې د مخابراتو په سکتور کې ترلاسه کړي چې بیا یې حزب الله ته ورکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، حزب الله په وروستیو کې خپل ملاتړي چندې او خیرات ورکولو ته وربللي دي چې په وینا یې، دا ډله اوس د مالي سرچینو د وچېدو له ګواښ سره مخامخ ده.

واشنګټن وروسته تر هغه له لسیزو راهیسې له حزب الله ډلې سره د مبارزې ژمنه کړې چې په ۱۹۸۳ کال په بیروت کې د امریکا د پلي سمندري ځواکونو یوه اډه والوځول شوه چې لږترلږه ۱۴۲ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

د برتانیا حکومت هم دوه میاشتې وړاندې د حزب الله ډلې پر سیاسي او پوځي څانګو هر اړخیز بندیزونه ولګول او دا یې یوه "ترهګره ډله وبلله چې په منځني ختیځ کې د ټیکاو څپ څپانده کولو فعالیتونه کوي."

حزب الله

حزب الله یو سیاسي، پوځي او ټولنیز سازمان دی، چې د لبنان پارلمان او د حکومت په کابینه کې پراخ او قوي نفوذ لري.

که څه هم په لبنان کې نورې شیعه ډلې هم شته، خو د ۲۰۰۰ کال په مې کې د لبنان له جنوب نه د اسرائیلي ځواکونو تر وتلو وروسته په تېرې نژدې یوه نیمې لسیزې کې حزب الله په سیمه کې یوه قوي ډله وګرځېده.

دغې ډلې هغه مهال ځان سوچه عربي باله، چې پر اسرائیلو یې په جګړه کې بریا ومونده.

د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۱۲مه، حزب الله له اسرائیلو سره په جګړه کې له یوې لویې آزموینې سره مخامخ شو.

جګړه پر پوله د دوو اسرائیلي پوځيانو د تښتولو او د یوه بل د وژلو له پېښو وروسته پیل شوه.

حزب الله په ۱۹۸۲ کال د ایران په مالي ملاتړ د یوې وسله والې ډلې په توګه راڅرګند شو، چې ظاهراً یې د اسرائیلو پروړاندې په پوځي ډګر کې مهم رول ولوباوه، په پای کې ددغې ډلې پښې پلازمېنې بیروت ته هم ورسېدې.

خو د دغه ګوند فکري جوړښت پر محمد حسین فضل الله پورې تړاو لري، چې د لبنان په جنوب کې یې دیني فعالیتونه کول.

په ۱۹۷۹ کال په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا هم په دغه ګوند ډېر اغېز وکړ.

د ګوند جوړښت او عقیده

د انځور حقوق EPA
Image caption تر اوسه حزب الله د بریتانیا پر دغې پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی

ددغه ګوند ډېری غړي شیعه ګان دي چې د عقیدې له پلوه د 'ولایت فقیه' پر مذهب پورې نښتي. حزب الله له سیاسي او عقیدوي اړخونو له ایران سره قوي تړاو لري.

خو دغه ګوند ظاهراً د لبنان د یووالي شعارونه ورکوي، مشر یې حسن نصر الله تر ډېره په ځینو مسلو کې ویلي، چې حزب الله د شیعه ګانو او سُنیانو د ګټو ددفاع لپاره مبارزه کوي.

ورته مطالب