د 'سیلفي' مینه والې دوه ګورېلاوې

ګورېلا په سیلفي کې د انځور حقوق RANGER MATHIEU SHAMAVU
Image caption تر موندل کېدا وروسته سم لاسي د ویرونګا ملي پارک سینکویکوي پالنځي ته ولېږدول شوې او له هماغه راهیسې تر اوسه هلته اوسېږي.

دوه ښځینه ګورېلا له خپل هغه ژغورونکي سره په یوه سیلفي کې ولاړ دي چې په کوچنیوالي کې یې دوی ژغورلې وې.

دا انځور د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ملي پارک ویرنګا کې اخیستل شوی.

د دغو ګورېلاوو مور او پلار د ناقانونه ښکاریانو له خوا وژل شوي وو، خو دوی په کوچنیتوب کې ژغورل شوې وې.

د دغه پارک مرستیال مشر انوسنټ مبورانوموي بي بي سي ته وویل، دواړو ګورېلاوو د ساتونکو چمونه زدکړي او داسې انګېري چې ګني دغه ساتونکي (انسانان) یې مور او پلار دي.

مبورانوموي وايي د دواړو ګورېلاوو مور او پلار د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې ووژل شول.

کله یې چې دغه بچۍ وموندل شوې، یوه یې د دوو میاشتو او بله د څلورو وه.

تر موندل کېدا وروسته سم لاسي د ویرونګا ملي پارک سینکویکوي پالنځي ته ولېږدول شوې او له هماغه راهیسې تر اوسه هلته اوسېږي.

مبورانوموي زیاتوي: "کله چې دوی له ژغورونکو ساتونکو سره اوسېدې، د ساتونکو چمتونه یې زد کړي او د انسان په څېر پر پښو نېغې ولاړې وي."

دی زیاتوي: "موږ به حیران وو چې دوی هم زوږ چمونه کوي، ورته خندل به مو."

تېر کال په دغه پارک کې پنځه ساتونکي د یاغیانو په یوه کمېن کې ووژل شول او له ۱۹۹۶ کال راهیسې په ویرونګا ملي پارک کې تر ۱۳۰ ډېر ساتونکي مړه شوي/وژل شوي دي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ختیځه برخه د حکومت پلوو او نورو وسله والو ډلو ترمنځ د شخړو شاهده ده.

ځینې دغه وسله والې ډلې د ویرونګا ملي پارک پر یوه برخه هم وکمن دي او هلته د حیواناتو ناقانونه ښکار کوي.

ورته مطالب