هغه ښځې چې د بدلون لپاره کار کوي
عکاسانو د ښځو له خوا چلېدونکي غیر انتفاعي لینسېشنل کې د افریقايي مېرمنو ناویلې کیسې کمره بند کړې چې د چاپېریال له خوندیتوب سره خپل ژوند جوړوي.
پلاستیک ټولوونکې
د ګانا په اکرا کې اوبه اسانه پیدا کېږي، خو پلاستیکي کڅوړو کې ساتل کېږي چې اوس یې د ښار کوڅې نیولې دي.
۴۵ کلنه یا سول له کوڅو دا کڅوړې ټولوي او یوه ورځ کې پنځه لویې بکسې ترې ډکوي بیا یې په دوراني کمپنۍ پلوري او دې سره له خپلو بچیو او لمسیانو ته مالي مرسته کوي.
دا وايي، په دې خوشاله ده چې اکرا کې د پلاستیک ستونزې کمولو کې مرسته کوي.
د عکس سرچینه، Lensational/Doreen Ntumy
د نوموړې له دوراني شوي پلاستیک کڅوړې باراني لباس او نورو توکي جوړېږي.
د بدلون زړي
د نایجیریا په هارکورټ بندر کې ایګوس خربوزې یا خټکي زړي لمر ته وچېږي.
نایجیریا کې تر ډېره ښځې دا زړي ټولوي، وچوي او پلوري، چې هم ځمکه ور سره حاصلخېزه کېږي او هم ښه خوند لري.
د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ وايي، هغه ښځې چې په وړه کچه کروندګرې دي، د دوی لپاره ځانګړې کرنیزه پوهه په دې مهمه ده چې د اقلیمي بدلون له امله د خوړو کمښت په مخنیوي کې مرسته وکړي.
له مریو تر خوندیتوب
د کینیا په امبوسلي کې یوه ماسۍ ښځه مرۍ اوبي.
دې سیمه کې ښځې له خپل ټک (یا مریو اوبدلو) ترلاسه شوی عاید باندې بجلۍ یا څراغونه اخلي. دې سره ځان شپه کې د ځنګلي ژوو ژغوري او باوري کېږي.
په ماسي کلتور کې ښځې تر ډېره خپل بچي ساتي او هم ژوي څاري.
انځورونه د لینسېشنل دي.