اماراتۍ ښځه ۲۷ کاله وروسته په هوښ کې شوه
دماغي ټپونه معمولاً د اوږدې بې هوښۍ لامل ګرځي
یوه اماراتۍ مېرمن چې په ۱۹۹۱ کال یوه ترافیکي پېښه کې سخته ټپي شوې وه، تر ۲۷ کلنۍ بې هوښۍ وروسته په هوښ کې شوې ده چې دا یوه 'طبي معجزه' بلل شوې ده.
منیره عبدالله چې د ټکر پر مهال ۳۲ کلنه وه، په دماغ کې سخت ټکان او ټپونه خوړلي وو. هغه موټر چې دا پکې سپره وه او له ښوونځي یې کور ته خپل ماشوم بېوه، له یوه بس سره ټکر شو.
مشر زوی یې عمر چې هغه وخت ۴ کلن و، د خپلې مور ترڅنګ د موټر په شاتنۍ څوکۍ کې ناست و، خو هغه ته ټکر کې زیان وا نه وښت، ځکه چې مور یې د پېښې پرمهال په غېږ کې ونیو.
خو منیره ډېره سخته ټپي شوه او تېر کال په یوه جرمن روغتون کې په هوښ کې شوه.
عمر په اماراتو کې له 'ده نېشنل' ورځپاڼې سره مرکه کې د پېښې کیسه کوي او وايي له کلونو درملنې وروسته یې اوس د مور روغتیايي وضعیت په ښه کېدو دی.
"مور مې غېږ کې ونیوم"
عمر ورځپاڼې ته د دوشنبې په ورځ ویلي: ''هېڅ نه ترې لیرې کېدم، ځکه داسې مې انګېرله چې یوه ورځ په هوښ کې راځي''.
دی وايي: "د هغې د کیسې له شریکولو مې هدف دا دی چې خلکو ته ووایم له خپلو دوستانو دې نه نهیلي کېږي، که په دا ډول پېښه کې صدمه ورته رسېږي، دوی دې مړه نه ګڼي".
عمر زیاتوي: "مور مې د موټر شا سیټ کې را سره ناسته وه، کله چې موټر ټکر کاوه په غېږ کې یې ونیوم".
په پېښه کې عمر ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو مازې سر یې یو څه خوږ شوی و، خو مور یې څو ساعته له درملنې لیرې پاتې وه.
کلونه درملنه
"ده نېشنل" ورځپاڼه وايي، د عمر مور له ټکر وروسته روغتون ته لېږدول شوې بیا لندن ته یووړل شوه. هلته ورته وویل شول چې بې هوښه ده، خو د درد احساس کوي.
بیا منیره خپل پلرني د اماراتو العین ښار ته ولېږدول شوه او له هغه وروسته یې د ډاکټرانو په مشوره بېلابېلو ځایونو کې درملنه کېده.
منیرې ته د پایپ له لارې خواړه ورکول کېدل او په همدې پایېده. تر څنګ یې طبیعي درملنه هم کېده چې د بدن غړي یې د حرکت نه کولو له کبله کمزوري یا شل نه شي.
په ۲۰۱۷ کال، د ابو ظبۍ د ولیعهد د دفتر له خوا د منیرې کورنۍ ته جرمني ته د هغې د درملنې د لګښت خبره وشوه.
هلته یې ډېر عملیات وشول.
روغتون کې لانجه
یو کال وروسته کله چې د هغې زوی ورغی، د خپلې مور د بستر خونه کې یې له نرسانو سره لانجه شوه، شور ماشور جوړ شو، همدا وو چې مور یې په دې شور په هوښ کې راغله.
عمر وايي: "روغتون کې ناسم پوهاوی رامنځ ته شو، مور مې وانګیرله چې ګني زه په خطر کې یم".
"د هغې له خولې ناشنا غږ راووت، له ډاکټرانو مې وغوښتل چې ویې ګوري، هغوی ویل هرڅه طبیعي دي".
"درې ورځې وروسته، ویده وم او په یوه داسې غږ راویښ شوم چې زما نوم یې اخیست".
"دا غږ زما د مور و. ویل یې عمره! له خوشحالۍ نژدې الوتی وم، څو کاله مې د همدې شېبې انتظار کاوه چې زما نوم واخلي او یا یوڅه ووایي".
منیره لا په هوښ کېدو شوه او اوس د درد احساس هم کوي او لږ لږ خبرې کوي.
په وروستیو کې منیره ابو ظبۍ ته ستنه شوه.
د موټرځغلونې فورمولا ۱ مخکېنی لوبغاړی مایکل شوماخر په ۲۰۱۳ کال فرانسه کې په سر ټپي شو، شپږ میاشتې بې هوښه و.
ورته پېښې
له دا ډول پېښو په هوښ کې راتلل یا درملل کېدل ګران کار دی، خو د دوو پېښو شاهدان یو:
- تیري والیس، امریکایی په ۱۹ کلنۍ د موټر ټکر کې ټپي شو، ټیک ۱۹ کاله بې هوښه و او وروسته باور دا شو چې د هغه دماغي انساجو بېرته د ودې توان پیدا کړی.
- د موټرځغلونې فورمولا ۱ مخکېنی لوبغاړی مایکل شوماخر په ۲۰۱۳ کال فرانسه کې په سر ټپي شو، شپږ میاشتې بې هوښه و.

له درې میاشتې مخکې د ذهناً مړې ښځې ماشوم وزېږېد
ورزشکاره کتراینا سیقویرا په خپل کور کې د سختې ساه لنډۍ له حملې وروسته رسماً له ذهني پلوه مړه بلل شوې وه. نوی ماشوم چې د سالوادور نوم ورکړل شوی، د خپلې مور له ۳۲ اونیزې مېندوارۍ ورورسته په نیوناتال روغتون کې وزېږېد.