سعودي د 'ترهګرۍ' په تور ۳۷ سعودیان اعدام کړل

سعودي د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي چارواکي وايي، دغه اعدامونه پلازمېنه ریاض، مکه، مدینه، قصیم او عسیر او د سعودي په ختیځه شیعه مېشته سیمه کې شوي دي.

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ 'اپریل ۲۳مه'، د 'ترهګرۍ' په تور ددغه هېواد ۳۷ وګړي اعدام کړل.

دا مهال په نړۍ کې سعودي ډېر اعدامونه کوي.

سعودي چارواکي وايي، دغه اعدامونه پلازمېنه ریاض، مکه، مدینه، قصیم او عسیر او د سعودي په ختیځه شیعه مېشته سیمه کې شوي دي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پر ټویټر لیکلي ''د سخت دریځي ترهګر فکر لرونکي کسان چې په قتل او جنایت تورن وو، اعدام شول، په دوی کې د عام امنیت ګډوډوونکي او فساد خپروونکي هم وو''.

سرچینه وايي، یو اعدام شوی راځوړند شوی دی چې دا په سعودي کې تر ټولو خطرناکه او سخته سزا ده.

په سعودي عربستان کې معمولاً اعدام د تورن یا مجرم د سر په پرې کولو ترسره کېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ځینو تورنو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چاودنې یې کړې او ځینې امنیتي کسان یې وژلي او د هېواد ''لوړو ګټو ته د ضرر رسولو قوي دښمنان وو''.

د سعودي رسمي خبري اژانس وايي، سعودي چارواکو د روان کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، سعودي تېر کال ۱۴۹ کسان اعدام کړي او ایران په اعدامونو کې پر سعودي عربستان لږ څه مخکې دی.

د بشري حقونو فعالان ډېر کله په سعودي کې د محکمو پر شفافیت اندېښنه ښيي.

د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې په ترهګرۍ، قتل، تښتونه، وسله واله غلا او د نشه يي توکو په سوداګرۍ او کاروبار تورن کسان له اعدام سره مخامخېږي.

ورته مطالب