"امریکایۍ وسلوالې ډلې د اوباما وژلو پلان درلود"

هاپکېنز (کیڼ) خپلې ډلې ته غږېږي د انځور حقوق PAUL RATJE/AFP/Getty Images
Image caption هاپکېنز (کیڼ) خپلې ډلې ته غږېږي

د امریکا د فدرالي ادارې 'اېف بي ای' دفتر وايي په نیو مکسیکو کې د یوې امریکايي وسلوالې ډلې مشکوک مشر د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د وژلو پلان درلود.

اېف بي ای وايي، ۶۹ کلن مشکوک لاري میچل هاپکېنز او ډله یې "د اساسي قانون ملتپاله ټلواله" د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلیري کلینټن او میلیاردر جورج سوروس په نښه کولو پلان هم درلود.

تر اوسه هاپکېنز پر دغو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو د نوموړي وکیل دا تورون ردوي.

وکیل کیلي اوکونیل اېن بي سي نیوز ته ویلي، موکل یې "وايي دا بیخي غلطه ده چې ګنې دا ډول پلان دې جوړ شوی وي. هېڅ داسې پلان نه و."

د تېرې دوشنبې په ورځ هاپکېنز د نیو مکسیکو ایالت لاس کروسیز محکمې ته حاضر کړل شوی و، چې پخوا د وسلې د لرلو او د وسلې د زېرې لرلو تور پرې لګول شوی و.

هاپکېنز تېره شنبه څو ورځې وروسته تر هغه ونیول شو چې په ورځپاڼو کې یې د ډلې نوم راغی.

داسې انګیرنې هم شته چې ګني اېف بي ای په ۲۰۱۷ کال په لومړي ځل ددغې ډلې په موجودیت خبره شوې وه.

د ځانګړي څېړونکي ډیویډ ګابریل د څرګندونو پربنسټ، اېف بي ای په ۲۰۱۷ کال داسې معلومات تر لاسه کړل، چې ګني دا ډله چې اصلي مرکز یې د هاپکېنز په کور کې و، شاوخوا ۲۰ غړي او د اې کې ۴۷ وسلې (کلاشنیکوف) په ګډون نورې وسلې هم لري.

د انځور حقوق Dona Ana County Detention Center via Reuters
Image caption هاپکېنز تېره شنبه څو ورځې وروسته تر هغه ونیول شو چې په ورځپاڼو کې یې د ډلې نوم راغی.

ګابریل وايي "هاپکېنز هم ویلي چې ډلې یې د جورج سوروس، هیلیري کلینټن او بارک اوباما د وژلو هوډ درلود، ځکه چې دوی د کېڼ اړخې ډلې انتیفا ملاتړ کاوه."

خو وکیل اوکونیل پوښتلي چې ولې یې موکل دوه کاله وروسته ونیول شو. دی وايي، اېف بي ای په ۲۰۱۷ کال د هاپکېنز کور تلاشي کړ او وسله یې ومونده، هاپکېنز ورته ویلي چې دا یې د مېرمنې وسله ده او دی هغه مهال ونه نیول شو.

اوکونیل دا هم پوښتي چې "که جرم په دومره کچه وي، نو هغه وخت ولې ونه نیول شو؟".

د "لاس کروسیس سن نیوز" ورځپاڼې په وینا، هاپکېنز به تر لسو کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو غرامت سره مخامخ شي.

ورته مطالب