مسکو کې د افغانستان په اړه درې اړخیزه غونډه

مسکو د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسکو وايي، د خبرو پای کې به رسنیو ته یوه ګډه خبرپاڼه هم واستول شي.

د چارشنبې په ورځ (اپریل ۲۴/غوایي ۳مه) رسنیو ته یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې به د روسیې په استازیتوب کابل کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم ګډون وکړي.

سرچینه وايي، په دې خبرو کې به د افغانستان پر وضعیت، په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو پر وضعیت او همدارنګه په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر پیلېدو په تړاو خبرې وشي.

د خبرو پای کې به رسنیو ته یوه ګډه خبرپاڼه هم واستول شي.

د روسیې سفارت وايي، دا درې اړخیزې خبرې د افغانستان په تړاو د خبرو نوې بڼه نه ده، بلکې افغانستان کې د سولې بهیر کې د مشهورو نړیوالو لوبغاړو د هڅو په چوکاټ کې د سولې زمینې برابرولو یوه هڅه ده.

په روسیه کې دا درې اړخیزه غونډه وروسته تر هغه جوړېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د افغان سولې په لار کې یو کوچنی ټکان دا بهیر نه شي ورو کولی او هڅه کوي چې د افغان لورو ترمنځ د خبرو لپاره نړیوال ملاتړ ډېر کړي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، د امریکا په هڅو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پار یې یوځل بیا د موزو مزي کش کړي دي.

بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، زلمي خلیلزاد د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه د مۍ تر ۱۱مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا ته خپل سفر پیل کړی دی.

د سولې لپاره 'د افغانانو خپلمنځي' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.

تېره ورځ، یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم طالبانو ته دفترونه پرانیستل شي، چې د سولې خبرې د قطر له انحصار ووځي.

سرچینه وايي، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو وړاندیز کړی دی.

ورته مطالب